د ایټمي خبرواترو پر سست بهیرخپګانونه،او د ابهاماتو د ختمیدا پرضرورت د ایران ټینګار
(last modified Tue, 06 Sep 2022 09:49:44 GMT )
Sep 06, 2022 14:19 Asia/Kabul
  • د ایټمي خبرواترو پر سست بهیرخپګانونه،او د ابهاماتو د ختمیدا پرضرورت د ایران ټینګار

د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست  مسئول جوزف بورل  په دوشنبې  ماښام  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دخلاف ورزي کونکي په توګه امریکاته له اشارې پرته ووئيل،دتیر وخت په نسبت دجامعې نړیوالې ايټمي موافقې  داحیاء لپاره په ویانا کې د موافقې ترلاسه کیدا ته  لا کم هیله مند دی،دایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ  د ایټمي موفاقې په سر نظرونه  د نزدکیدا په ځاي  د لیریکیدا په حال کې دي.

 

محمد مرندي پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په دې اړه ووئيل؛جوزف بورل د ایالات متحده یو متحد دی او هیروي چې ددغو خبرواترو دلیل د لویدیځ  په وسیله دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي او هغه ډير زیات بندیزونه دي چې ایراني ښاریز په نښه کوي حتی  په داسې شرائطو کې چې ایران په بشبړ ډول ورته پابنده دی.ایران به تشې او ابهامات ونه مني. امریکا په بشپړ ډول لګښتونه پر اروپائي اتحادئې تپي.

 د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول داګست په یودیرشمه نیټه په راتلونکو  شپو ورځو کې د ایټمي موافقې ترلاسه کیدا ته ډير هیله مند ؤ.

 په حقیقت کې د جوزف بورل دتیرې دوشنبې ورځې خبرې د امریکا د خارجه وزارت د ویندوي د تیرې اونۍ د څرګندونو او دهغه په پلۀ د پل کیښودو په معنا ګڼل کیدلی شي چې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  ته دبیرته ستنیدا لپاره  ئې د اروپائي اتحادئې وړاندیزي پيکیج ته د ایران ځواب ناکاره بللی ؤ. د سپينې ماڼۍ ویندوئې هم تیره جمعه د اروپائي اتحادئې د پيکیج متن ته د ایران د ځواب په غبرګون کې  وئيلي دي ،ایران باید  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې احیاء کیدا له خپلو سیف ګارډز  ژمنو سره  مشروط نه کړي.

 د ایټمی خبرواترو دغږملونکي په توګه اروپائي اتحادئې د اګست په اتمه نیټه هغه څه چې د موافقې نهائي متن بلل شوی،ددغو خبرواترو اصلي لورو ته وړاندې کړ،څو دتائید په بڼه کې،د  هغې موافقې د بیرته احیاء زمینه برابره کړي، چې دډونالډټرمپ حکومت د ۲۰۱۸ کې امریکا ورڅخه په یواړخیز ډول ویستلې او د ایران په ضد ئې زیاتره بنیدزونه هم اعمال کړل. دغه بندیزونو د امریکا داوسني ولسمشر جوزف بایډن په حکومت کې  هم  دوام موندلی دی.

د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې د امریکا دبدعهدیو مخینې  او دخپلو ژمنو په  اجرا کې د اروپایانو بې عملۍ ته په پام سر،دایران اسلامی جمهوریت  په ویانا کې دخبرواترو ددغه پړاؤ له هماغه پیله ټینګار کړی،هرډول احتمالی موافقه باید په راتلونکي کې  دا یران په ضد د دباؤ د هرډول اړم  دحذفیدا او دبندیزونو  د تل پاتې ختمیدا سبب شي،په دې توګه چې  دایران اقتصادي ګټې تضمین کړي،ځکه چې دمقابل لوري په ژمنتیاؤ کې د شفافیّت نشتوالی،له هرډول احتمالی موافقې څخه د ایران د حقوقو دضائع کیدا او د ناسمې استفادې زمینه رامينځة کولی شي.

په هغو موردونو کې چې د مقابل لوری د ناسمې استفادې زمینه برابرولی او  د ایران په ضد د دباؤ د اړم  په توګه  کارولیشي،په ایران کې د ځینو ځایونو په باب  ایټمی ا نرژۍ دنړیوال آژانس  دادعاګانو موضوع ده چې د امریکا او صهیونیسټ رژيم  دبې اساسه تورونو او  دنفوذ  په اعمالیدا سره مطرح کیږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت له نظره،دسیف ګارډز په باب دسیاسی ادعاانو د ختمیدا لپاره غوښته کومه نوي موضوع نه ده ځکه چې په ۲۰۱۵کال کې هم دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په متن کې  دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي پروګرام په ضد د ادعاګانو د تړل کیدا یا ختمیدا لپاره سیاسی ژمنتیاوړاندې شوې ده ،پر دې اساس د سیف ګارډز موضوعاګانو تړل کیدل،دیوې تل پاتې او دتکیې وړ موافقې یو ضرورت حسابیږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي هم پخپل  وروستي خبري کنفرانس  ټينګار کړی چې ډاډمن تضمینونه، عیني اوعملی تائيدیدا، په تل پاتې او معنا لرونکی ډول دبندیزونو ختمیدا او  د سیف ګارډز په باب دسیاسی ادعاګانو د دوسیې تړل کیدا ، موافقې  د ترلاسه کیدا لپاره چورلیزي شرطونه دي.

څرګنده ده،ایران یوې ښې موافقې ته درسیدا په موخې سره،دخبرواترو لورو ته عملی وړاندیزونه او نوښتونه وړاندې کړي او حتی له خپلې خوا ئې ډير نرمښت هم ښودلی دی،اوس د خبرواترو نتیجې ته رسیدل، د ارکیا د حکومت له سیاسی فیصلې او د ایران په ضد دبندیزونو او ادعاګانو  له ختمیدا سره غوټه  خوړلې ده.

 

ټیګونه