د ایران په وروستیو بلواؤ کې یو شمیر داعشیان ونیول شول
(last modified Sat, 24 Sep 2022 01:51:43 GMT )
Sep 24, 2022 06:21 Asia/Kabul
  • د ایران په وروستیو بلواؤ کې یو شمیر داعشیان ونیول شول

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  درستیزوالۍ په یوې اعلامیې کې د هیواد امنیت په ضد د قسم خوړلو دښمنانو د  د وروستۍ دسیسې په موقعې په پيژندنې کې دایران دشریف او شجاع ملت  دهوښیارتیا اوځيرتیا قدرونه وکړه .

د ایران یوې امنیتی سرچینې  پرون ناوخته فارس خبري آژانس ته  په خبرو کې د ایران د امنیتی ځواک په لاس د ایران په شمال لویدیځ کې  په اعتراضونو کې د رول لوبونې په وخت د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې یوشمیر  وګړو دنیولو خبر ورکړ.

درې ورځې مخکې هم  دایران د آذربایجان غربي  ولایت په ځينو سیمو کې په اعتراضونو کې د کومله او ډیموکراټ ترهه ګرو ډلګیو یوشمیر بلوه ګر او ترهه ګر نیول شوي  چې  د اعتراض کونکو په سر کې ترینګلتیاوې رابرسیره کولې.

د  ایران په تهران او ځينو نورو ښارونو کې په همداوروستیو کې د مهسا امینی نومې یوې میرمنې د مړینې په پلمه ګرځولو سره  بلوه ګرو  دعمومي او خصوصي ځایونو  او ودانیو باندې په حملو سره  یو لړ تاوانونه  اړولي او دغه راز ئې په دغو ترینګلتیاؤ کې یو شمیر عام  خلک او پولیسو ته مرګ ژوبلې هم اړولي دي .داپه داسې حال کې دي چې پرون دجمعې لمانځه له ادا کولو وروسته د  ایران ولس په خودجوشته توګه په یوه غږ سره  د بلوه ګرو او   پيّلو کسانو په ضد راپورته شول او  میلیوني لاریونونه ئې ترسره کړل او له بلوه ګرو او  شر جوړونکو څخه ئې خپله کرکه او نفرت نندارې ټه وړانډې کړ.

 داپه داسې  حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  درستیزوالۍ په یوې اعلامیې کې د هیواد امنیت په ضد د قسم خوړلو دښمنانو د  د وروستۍ دسیسې په موقعې په پيژندنې کې دایران دشریف او شجاع ملت  دهوښیارتیا اوځيرتیا قدرونه وکړه .

 

ټیګونه