Sep 28, 2022 04:50 Asia/Kabul
  • د ایران سیمه ایز او نړیوال سیاست په سولې  او امنیت تکیه کول دي

د ایران د اسلامی جمهوریت   خارجه وزیر د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ د ناستې په څنډې کې له نړیوالو شخصیَتونو سره د لیدو کاتو له کوټلي پروګرامه وروسته بیګا له نیویارکه د تهران په لور راروان شوی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  نیویارک ته دخپل سفر په پای کې د ملګروملتو له سرمنشي  آنتونیو ګوتریش سره  کتنه او دسیمه ایزو او نړیوالو  بدلونونو په باب خبرې اترې وکړې.

حسین امیر عبداللهیان چې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې دګډون لپاره نیویارک ته تللی ؤ د سویډ،ناروې،هالینډ،عراق، پاکستان،سورئې ،لبنان،ونزویلا،کوبا،اريټریا ،یوګنډا،قطر امارات، اردن ،سپينې روسیې ،اذربایجان جمهوریت، او ارمنستان له خارجه وزیرانو او یو شمیر نورو لوړپوړو نړیوالو چارواکو سره لیدل کتل وکړل او په سیمې او نړۍ کې ئې  د ایران داسلامی جمهوریت دریځونه په اوڅاره توګه بیان کړل.

په همدې لړ کې د ایران خارجه وزیر پرون ناوخته د  ملګروملتو له سرمنشي آنتونیو ګوتریش سره هم ولیدل  او  ورسره ئې دسیمه ایزو  او نړیوالو موضوعاګانو په اړه بحث او دنظر تبادله وکړه .

د ایران د اسلامی جمهوریت   خارجه وزیر د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ د ناستې په څنډې کې له نړیوالو شخصیَتونو سره د لیدو کاتو له کوټلي پروګرامه وروسته بیګا له نیویارکه د تهران په لور راروان شوی دی.

 

ټیګونه