ایران د عراق په کردستان کښې د ترهګرو خلاف عملیات ترسره کړل
د سپاه پاسداران دغه مرکز په تیرو ورځو کښې هم د عراق په شمال کښې د دیره ترهګرو ډلګیو د اقداماتو په ځواب کښې د هغوي مرکزونه په نښه کړې وو.
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د ځمکني ځواک د حمزه سید الشهدا قرارګاه په نښه ویشتونکو توغندویو او ویجاړونکو بې پایلټه الوتکو سره د عراق په شمال کښې د بیلتون غواړو ترهګرو څو مرکزونه په نښه کړل
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د ځمکني ځواک حمزه سید الشهدا اډې نن خبر ورکړی چې په رسا هدف ویشتونکو توغندیو او ویجاړونکو ډرونز سره یې د عراق په کردستان سیمه کښې د تجزیه غواړو ترهګرو څو مرکزونه ویشتې دي.
د سپاه پاسدارانو د دغو ترهګرۍ ضده عملیاتو په هکله جزئیات لا نه دي خپاره شوې.
د سپاه پاسداران دغه مرکز په تیرو ورځو کښې هم د عراق په شمال کښې د دیره ترهګرو ډلګیو د اقداماتو په ځواب کښې د هغوي مرکزونه په نښه کړې وو.