د سیستان و بلوچستان ولایت د سپاه د اطلاعاتو قومندان شهید شو
د زاهدان ښار «مکّي» جومات ته څیرمه د نظام د یوه ډله دښمنو عناصرو په ډزو کښې د سیستان و بلوچستان ولایت لپاره د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د اطلاعاتو قومندان شهید شوی دی
د ایران د سویل ختیځ سیستان و بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان ښار کښې پرون د رامیځته شویو ګډوډیو په دوام کمښې د نظام یوه ډله دښمنان د زاهدان ښار د مسجدِ مکي په خوا کښې راغونډ شول او ډزې یې وکړې چې له امله یې په دغه ولایت کښې د اطلاعاتو قومندان سید علي موسوي شهید شو.
د ویلو ده چې وسله والو اشرارو پرون ماسپښین په زاهدان کښې د پولیسو په دریو تاڼو حمله وکړه او د خلکو د ویرولو او وحشت رامینځته کولو په موخه یې ډزې هم وکړې.
د خبر له مخې د زاهدان ښار په ځینو سیمو کښې ګډوډي جوړونکو ټایرونه او د خزلې ډرمونه وسوځول او په یو نانوايي یې هم حمله وکړه. دغو کسانو هم داشان یو د اور وژنې (فایر بریګیډ) ګاډی، یو د ایمرجنسي د برخې مرکز او ځینې نور ځایونه هم وسیزل خو د امنیتي ځواکونو په وررسیدو سره د هغوي د اقداماتو مخنیوی وشه او اوس په زاهدان ښار کښې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی.
د زاهدان له ترهګرې پيښې څخه د رارسیدلو معلوماتو له مخې ۱۵ تنه زخمي شوي او ۱۹ کسان وژل شوې دي خو رسمي احصائیې مو لا نه دي ترلاسه کړې.