تهران کښې د منا د شهیدانو د درنښت غونډه وشوه
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت په پلازمینې تهران کښې د «لاله های سفید» په نوم د سعودي عربستان په منا کښې د شهید کړې شویو حاجیانو د کلیزې ځانګړي عمومي غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د حج د شهیدانو د درنښت په مناسبت د منا د شهیدانو د کورنیو او د ایران د حکومتي او د پوځي چارواکو په ګډون سره بیګا په تهران کښې وشوه.
په حج او زیارت ادارې کښې د ولي فقیه استازي حجت الاسلام سید عبدالفتاح په دغه غونډې کښې وویل اسلامي هیوادونه باید په احترام او متقابل درک سره مشکلات کنټرول کړي چې د دوښمن غوښتنې پوره نشي.
د ایران د څلورسوه څلور شپیتو حاجیانو په شمول په زرګونو حاجیان د دوه زره پینځلسم میلادي کال په لوی اختر کښې په منا ټاټوبي کښې د حج د مناسکو د ترسره کولو په وخت د سعودي عربستان د ال سعود رژیم د چارواکو د ناوړه تدبیر په وجه شهیدان شوي وو.