ترهګرې ډلې به زر د خپلو کارونو نتیجه وویني
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د استخباراتو وزیر د سیستان و بلوچستان ولایت د سپاه سلمان د استخباراتو د قومندان د شهادت په تسلیت ویلو سره ټینګار وکړ ترهګرې ډلې به زر د بې ګناه خلکو د وژلو ، د بلواو او د خپلو شرمونکو کارونو نتیجه وویني.
د ایران یوشمیر دښمانانو په تیرې جمعې ورځ د ایران د زاهدان مکي جومات ته نږدې غونډه وکړه او ډزې یې پیل کړې چې له کبله یې د سیستان و بلوچستان ولایت د سپاه سلمان د استخباراتي ادارې قومندان سید حمید رضا هاشمي له خپلو څلورو نورو ملګرو سره یوځاې شهیدان کړې شو.
د ایران د استخباراتو وزیر حجت الاسلام سید اسماعیل خطیب زیاته کړه د اسلامي امت له دښمانانو او تکفیري ترهګرۍ سره په مقابلې کولو کښې د ایران د ارامښت او امنیت د ساتلو او د اسلامي سپیڅلي نظام او د انقلاب د دفاع په ډګرونو کښې د دغه لوړ شهید پرتمینه او ستر مجاهدتونه تل پاتې او د ایران د نن او د سبا ورځې د انقلابي او غیرتمنو ځوانانو او په تیره بیا د پاسدارانو د نوي نسل لپاره الهام بښونکي وي.
خطیب ډاګینه کړه نړیوال استکبار ته اړونده ترهګرې ډلې باید پوهې شي چې زر به د بې ګناه خلکو د ټرور کولو د بلواو او د خپلو شرمونکو کارونو نتیجه وویني او د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران او نور امنیتي ، پولیس او استخباراتي کلک هوډ او قدرتمن ځواکونه به تفرقه اچونکو او د ګوډاګیانو جنایتونو ته پریکنه ځواب ورکړي.