دښمن د پرمختګ په لاره کښې د ایران په حرکت غصه دی
(last modified Sun, 02 Oct 2022 23:13:05 GMT )
Oct 03, 2022 03:43 Asia/Kabul
  • دښمن د پرمختګ په لاره کښې د ایران په حرکت غصه دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د خلکو په خبرولو کښې د پیښو د دقیق بیانولو اغیز شیندونکي او مهم رول او د دښمن ناکامه کیدا ته په اشارې سره وویل دښمن د پرمختګ په لاره کښې د ایران په حرکت کولو غصه دی.

ابراهیم رئیسي د کابینې غونډې ته په وینا کښې په بیلابیلو ډګرونو په تیره بیا په اقتصادي ډکر کښې د ایران د دیارلسم حکومت بریاو ته په اشارې سره وویل دښمن نن سبا خپله ټوله هڅه کارولي ده چې د ایران د پرمختګ او د ایران د ملت د هوساینې خنډ شي.

ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه د ایران دښمن له خپلو اصولو له هیڅ ډول شاتګ کولو پرته د پرمختګ په لاره کښې دایران د حرکت او د اساسي ضرورتونو د پوره کولو لپاره د تهران لخوا په ترسره شویو هڅو غصه دی او ایران ته د تاوان د رسولو هڅه کوي.

هغه د ایران د  پرمختګ لپاره هڅه او د موجوده مشکلاتو او د خنډونو ختمول د دښمن له دسیسو سره د مقابلې تر ټولو مهمه لاره وبلله او ویې ویل دښمن تل هڅه کوي چې له کمزورتیاو ګټه پورته کړي خو د مشکلاتو ختمول او په ښه ډول د خپلې دندې ترسره کول له دښمن څخه د ناوړه استفادې فرصت اخلي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز په وروستیو بلواو کښې د دسیسه ګرانو او د دښمانانو د ناکامه کولو لپاره د ایران د خلکو په مننې سره ټینګار وکړ د ایران حکومت کلک هوډ لري چې په شپه او ورځې خدمت کولو سره دښمانان خپلو سپیرو هدفونو ته په رسیدا کښې ناکامه کړي.

 

ټیګونه