چا چې غوښتل ایران فلج کړي نن خپله فالج وهلي ښکاري
(last modified Sat, 15 Oct 2022 03:08:00 GMT )
Oct 15, 2022 07:38 Asia/Kabul
  • چا چې غوښتل ایران فلج کړي نن خپله فالج وهلي ښکاري

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان د ایران په خلکو باندې د دښمنانو له خوا بندیزونو لګیدو ته په اشارې سره وویل: کومو هیوادونو چې غوښتل ایران فلج کړي هغه نن خپله بیخي د فلج وهلو په شان دي

سردار جنرال حسین سلامي د ایران علمي، صنعتي، اقتصادي، کلتوري او دفاعي ودې ته په اشارې سره زیاته کړه: په ظاهره د پرمختللو او د نړۍ د سترو قدرتونو په داخلي برخه کښې د هغوي د ټولنو د سترو برخو په ژوند کښې سخت ګډوډې او بې وزلي موجوده ده.

جنرال سلامي زیاته کړه: د دغه په ظاهره پرمختللو هیوادونو بې لیاقته واکمنان په ډیره زیاته اندازه شتمني د خپلو غلطو او شیطاني سټراټیجیو په خاطر د ځان خلاف کاروي.

هغه هم داشان د ایران په ځینو سیمو کښې وروستیو بلواؤ او ناقراریو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران اسلامي انقلاب  باید هره څه موده پس یو ځل له خپلو بهرنیو دښمنانو سره حساب بې باکه کړي او د ایران د اسلامي جمهوریت ترقي او وده په هم دغو چیلنجونو کښې ده.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان څرګنده کړه: دا ننګونې اسلامي انقلاب نه شي ګواښلې او په یو سمندر کښې د یو کاڼي د غورځولو په شان دي.