د ایران سپاه پاسداران ستره پوځي مانورې کوي
(last modified Sun, 16 Oct 2022 07:00:49 GMT )
Oct 16, 2022 11:30 Asia/Kabul
  • د ایران سپاه پاسداران ستره پوځي مانورې کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران په شمال لویدیځ کښې د اذربایجان شرقي د شمال د ارس په عمومي سیمې کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د اقتدار ستره مانوره ترسره کیږي.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال محمد پاکپور وویل د عاشورا سیمه ییز مرکز به په راتلونکو ورځو کښې د ارس د عمومي سیمې او د هیواد په شمالي سرحدونو کښې د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک ستره پوځي مانوره ترسره کړي.

محمد پاکپور د دغه سترې پوځي مانورې ترسره کول د سپاه پاسداران ځواک د جنګي چمتووالي د لوړتیا لپاره وباله.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځمکنی ځواک( نزسا) د سپاه پاسداران تر ټولګې لاندې له پینځو ځواکونو څخه یو ځواک دی چې د څه د پاسه یولک فعالو کسانو په لرلو سره د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک اصلي هسته جوړوي.