د ایران او افغانستان په ګډو پولو کښې هیڅ ستونزه نه لرو
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د سرحدي ځواکونو قومندان وویل: د ایران او افغانستان په ګډو سرحدونو کښې هیڅ ډول مشکل نشته
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، احمد ګودرزي نن د ایران په شمال ختیځ کښې د خراسانِ رضوي ولایت د شرقي پولو د کتنې ترڅنګ، په دې خبرې سره چې نن سبا د سرحدي تګ راتګ اجازتنامه په الیکټرانک توګه صادریږي وویل: د ایراني ښاریزو او د ګاونډي هیوادونو د خلکو لپاره په پوله کښې د تګ راتګ پروانه صادریږي او په دې لړ کښې خلک کولې شي چې په «پلیسِ من» ویب سایټ کښې بې له هیڅ ډول فیس او پيسو د ورکولو، دغه اجازتنامه ترلاسه کړي.
د ایران د سرحدي پولیسو قومندان په دې خبرې سره چې د پولو د بندولو هدف، په غیرقانوني توګه د کسانو د راتګ مخنیوی دی، زیاته کړه: دا کار به د سینسرونو، ډرونز، الیکټرانک او آپټک سیسټمونو په کارولو او د دیوال په وهلو او اغزن تار په لګولو سره ترسره شي او د دې ترڅنګ به د سیمې د خلکو لپاره کار روزګار هم ولري.
سردار ګوردزي وویل چې نن سبا له افغانستان سره د ایران په ګډو سرحدونو کښې هیڅ ډول ستونزه او مشکل نشته.