ایران پر څو نورو اروپایانو او اورګانونو ئې هم بندیزلګوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122742-ایران_پر_څو_نورو_اروپایانو_او_اورګانونو_ئې_هم_بندیزلګوي
د ایران خارجه وزارت  داکتوبر په نولسمه نیټه  هم په یوې اعلامیې کې د څو بریتانوي چارواکو او څو اورګانونو د بایکاټولو  خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Oct 26, 2022 02:05 Asia/Kabul
  •  ایران پر څو نورو اروپایانو او اورګانونو ئې هم بندیزلګوي

د ایران خارجه وزارت  داکتوبر په نولسمه نیټه  هم په یوې اعلامیې کې د څو بریتانوي چارواکو او څو اورګانونو د بایکاټولو  خبر ورکړی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په راتلونکو شپو ورځو کې د ایران داسلامی جمهوریت د بندیزونو په لیسټ کې د اروپائي اتحادظې د څو کسانو او اورګانونو  د نامو ورزیاتولو خبر ورکړ.

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د ایران دبشری حقوقو د کمیټې په غونډې کې د کمیټې د مشر حجةالاسلام محسن اژه اي، او غړو په شتون سره ترسره شوه ،ترور،تاؤتریخوالو او افراط پالنې ته د ایران انټرنیشنل او بی بی سي د ټیلیویژني چینلونو پشمول د دیارلسو بریتانوي  چارواکو او اوو اورګانونو بندیز ته په اشارې سره چې چې په همداوروستیو کې د ایران د خارجه وزارت له خوا ترسره شوی،ووئیل، په راتلونکو څو شپوورځو کې به دغه لیسټ ته د اروپائي اتحادئې د څوکسانو او څو اورګانونو نامې هم وزیاتې شي.

د ایران خارجه وزارت  داکتوبر په نولسمه نیټه  هم په یوې اعلامیې کې د څو بریتانوي چارواکو او څو اورګانونو د بایکاټولو  خبر ورکړی دی.

ددغو یاد شوو کسانو او اورګانونو په بایکاټولو کې اسلامی ایران ته د دوي په راتګ او ایران د صلاحیّت په حدودو کې د دوي دشتمنیو او اموالو تړل کیدا او د ایران په بانکي او مالی نظام کې د دوي د بانکي حسابونو  بندیدا شامله ده .