Nov 01, 2022 12:18 Asia/Kabul

د تهران دپشتو خبرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  داعشي ترهه ګري او د استعمار په لمن کې لویه شوي لوبتکه نومې  ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه مطلب کې د ایران په شیراز کې د اکتوبر په ۲۷نیټه د شوي غمیزې په اړه درسره غږیږو، هیله ده  راسره ملتیا وکړئ.

دوستانو د اکتوبر د ۲۷ورځې یعني چارشنبې ورځې،د لمر د وړانګو  پاي  د ایران په جنوب کې په شیراز کې  دحضرت  احمد بن موسی شاهچراغ د سپيڅلي حرم په آسمان کې په وینو سره رنګین شو او خلک ئې ویرجن کړل. یوې بې رحمه او وحشي داعشي جنایتکار ،  د اسلام د ګران پیغمبر د یوه لمسي د حرم زیارتوال  په وحشي ډوله اقدام سره په وینو کې لیت پیت کړل اوپه ټکه پکې دیارلس لمونځ ګوزار اوزیارتوال شهیدان او کابو دیرش نور ټپیان شول چې له هغو هم دوه نور لمونځ ګوزار وروسته دسختو ټپونو له امله شهیدان شول. دغه تور زړي جنایتکار ترهه ګر، حرم ته له ننوتو وروسته  د ښځو،ماشومانو اوبوډاګانو پشمول په درستو خلکو ړندې ډزې پيل کړې او شهیدان ئې کړل تر دې چې  د امنیتی مامورانو په موقعې په اقدام سره ټپی او بیا ژوندی ونیول شو،خو څو ورځې وروسته هلاک شو.

دغه  زړه دردونکي غمیزه په تیره بیا  د غمجنونکو تصویرونو له خپریدا وروسته ،د ایران په مسلمان ولس کې سخته غوسه او کرکه راپورته شوه .په قربانیانو کې دره ماشومان او ښځې هم سترګو کیدې او درې ماشومان په ټپیانو کې دي  چې  په هغو کې  دیوه ټپي آرتین سرایداران ننداره ترټولو غمجنونکي ده . دغه پنځه کلن ماشوم ، چې په دغې پیښې کې ئې  مور پلار او یو ورو له لاسه ورکړي،د داعشي ترهه ګرۍ د قربانیانو د مظلومیّت په بیلګې بدل شوی دی.

   حضرت احمد بن موسی د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی د یوه پاک لمسي حضرت امام موسی کاظم(ع) یو پرهیز ګار شجاع او بافضیلته زوی دی چې  مرقد ئې  د ایران  یو مهم زیارت شمیرل کیږي. په همدې دلیل هر کال  دهل بیت علیهم السلام  مینه وال  دهغه بزرګوار  د مرقد په زیارت سره ددغه زیارت له نورانیّت او معنویته  برخمن کیږي  او له خداوندمتعاله غواړي چې ددغه بزرګوار امامزاده د لوړ مقام په خاطر دې ددوي دعاګانې ومني او حاجتونه دې پوره کړي.

د اسلام د ګران پیغمبر د بزرګوارو بچیانو او لمسیانو زیارتونه ،داسې مقدس ځایونه دي چې مسلمانان  د هغو له معنوي فضا څخه په استفادې سره،خپل روح لوړولی او پاکولی شي او ددغو بزګوارانو هستیو له منزلته د ځان لپاره استفاده کولی شي.خو داعش تکفیری ډلې چې  د وهابیّت منحرفو باؤرونو پیروي کوي،نه یوازې دغه خدای غواړی عمل نه خوښوي،بلکې نور مسلمانان هم دخپل نظر منلو ته مجبوروي  او که داسې ونه کړي،نو بیا به ئې ددوي په شیشت کې راتلل  منتظر وي. ددغې جنایتکارې  او تورزړې  پيّلي ډلې  وګړو تر دې دمه د اسلام د ګران پیغمبر د پاکو لمسیانو  یوشمیر حرمیّن  چې د  مسلمانانو د مینې او لیوالتیا پام ور اوښتی،ډیر تاوارنونه اړولي او ان تردې چې  په کلی توګه ئې ځيني په کنډوالو بدل کړي دي.داعش داسې ترټولو تاؤتریخجنه،ځيږه او وحشي ډله ده چې د وهابیّت عقاید لري او د سورئې، عراق،افغانستان،لیبیاپه څير ځينوهیوادونو او سیمو کې فعالیتونه کوي.

  البته په یوشمیر هیوادونو کې نوره  جنګ غواړي او ترهه ګرې ډلې هم شته  چې د د وي فکري اساس د وهابیّت منحرف  او له تعصبه ډک افکار  جوړوي. القاعده،بوکوحرام جنایتکارې ډلې په نیجریه  کې او سپاه صحابه په پاکستان کې  هغه ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې دي چې  ددغو تاؤتریخجنو عقایدو په اساس جوړې شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې  وهابیت  دوي په مرکز کې  یعني په عربستان کې په ځوړتیا دی .د محمد بن وهاب په رهبرۍ د وهابیّت فرقې د اتلسمې میلادي پيړۍ له مینځنیو  خپل فعالیت پیل کړ او د آل سعود په ملاتړ سره ئې،د عراق او عربستان په ټاپو وزمه کې د مخالفانو وینې وبهولې او په کربلا کې د امام حسین علیه السلام او په مدینې کې په جنت البقیع هدیرې کې ددفن شوو امامانو په څير د رسول ا...بزګوار د ډ یرو لمسیانو مرقدونه ئې وران کړي او دغه راز په مکې او مدینې کې  د  اسلامی لرغونو اثارو له مینځه وړل ئې خپل ابدي کار ګرځولی دی .په ۱۹۳۲کال کې په عربستان کې د سعودي پاچائي حکومت  په تاسیس سره،وهابیانوددغه حکومت د پيټرو ډالرو په ملاتړ سره،په اسلامی هیوادونو کې دخپلو ناسمو عقایدو د پراختیاتبلیغ ته مخه کړه  او ډيرې زیاتې مذهبی مدرسې ئې جوړې کړې . ددغو اقداماتو نتیجه ،د وهابیّت په ځيږو افکارو  او تاؤتریخجنې روحیّې سره  ئې داسې کسان وروزل چې که څه هم په اقلیّت کې دي ،خو دډیرو تبلیغاتو او همداراز دترهه ګرو عملیاتو د ترسره کولو به خاطر ورته ډير پام شوی دی.

       داعش ترهه ګره ډله که څه هم په افراطي او متصبو عقایدو سره  یوه ظاهری مذهبی ډله ده خو په ډيرو موردونو کې له امریکا او صهیونیسټي رژيم سره  ګډ دریځونه او موخې لري.له دغې تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې مشتمل د امریکا له ډيرو تبلیغاتو سره سره ،البته ډیری شواهد ښئ چې واشنګټن د خپلو موخو دپرمخ بیولو لپاره د آوزاري توګه له داعشه استفاده کوي. د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په ډاګه  ددغه هیواد دوخت ولسمشر باراک اوباما او خارجه وزیره هیلری کلینټن د داعش پنځونکي او بنسټګران بللی دي.همداراز د امریکا د ملی امنیت د ادارط پخواني ټیکدار ایډورډ سنوډن هم په دې باب یو لړ ایشواکونې کړي او وئيلي ئې دي ،د امریکا، انګلستان او صهیونیسټي رژیم استخباراتي ادارو د داعش په پنځولو کې رول درلودلی  او د ماچَیو د ځالې په نامې سره  ئې په یولړ عملیاتو کې داعش ډله جوړه کړې ده. داعش په سورئې او عراق کې پر پوځي ځواک سربیره ،په لسګونو زره بې ګناه خلک هم وژلی دي.خو اوس هغه هیواد چې دغه جنایتکاره ډلع  پکې ترټولو زیات فعالیتونه کوي،افغانستان دی. له دغه هیواده د امریکائي عسکرو ناڅاپی وتلو دداعش پوځي خوځښتونه په اوڅاره توګه زیات کړل. دځينو باؤري راپورونو په اساس،امریکا ددغې ډلې دپياوړتیا لپاره،افغانستان ته له سورئې او عراقه د ددغې جنایتکارې ډلې د  سلګونو غړو دمنتقلیدا زمینه برابره کړه.د داعش بې رحمه او تور زړي جنایتکارو،د طالبانو واک ته په رسیدا پسې ، له دغې ډلې سره پر جنګیدو سربیره،په لسګونو ترهه ګرو عملیاتو کې په سلګونو لمونځ ګوزار او بې ګناه افغانان شهیدان کړي دي. دد وی تر ټولو وروستي یولړ جنایتکار عملیات په کابل کې په یوه ښونکي مرکز باندې حمله وه چې پکې پنځه دیرش زده کونکي چې زیاتره ئې انجونې وې،شهیدان کړي او څه دپاسه سل نور کسان ئې ټپیان کړي دي.

         بې شکه یو هغه هیواد چې امریکا اوداعش وسره ‌ډیره زیاته او پخوانۍ دښمني لري،ایران دی.په ۱۹۷۹کال کې په اسلامی  انقلاب پسې،نه یوازې له ایرانه د امریکالاسونه لنډ شول،بلکې ددغه سلطه ګرحکومت په وړاندې د اسلامی جمهوری نظام مقاومت،د نورو ملتونو لپاره په یوې بیلګې بدل شو.داعش افراطي او ترهه ګره ډله هم په دوو دلیلونوله ایران سره دښمني لري، لومړی دا چې د وهابیّت بې اساسه او افراطي او انحرافي افکار،د اهل بیت پیغمبر(ص) پيروکار او شیعیان  د پيغمبر اکرم  او دهغه داهل بیت او نورو امامزادګانو علیهم السلام د مرقدونو د زیارت په دلیل  ګمره ګڼي.دغه ځيږه او متعصبه ډله همداراز ددغو جاهلانه باؤرونو په اساس،ددغو بزرګانو څخه د شفات غوښتل او ورسره توّسل،د شیعیانو د مشرک کیدا دلیل  او په نتیجې کې د دوي وژل جایز ګڼي.له ایران سره د  دښمنۍ لپاره د داعش دوهم دلیل،په سورئې او عراق کې  ددغې جنګ غواړي او جنایتکارې ډلې په ضد د اسلام د لوي سردار شهید جنرال قاسم سلیمانيپه قوماندانۍ د هغو ایرانیو اوغیر ایرانیو مبارزان جنګدی چې د ۲۰۱۷کال په ستمبر کې په دغو دواړو هیوادونو کې د دوي  پخپله د بلل شوي حکومت پاي ته د رسیدو سبب شو.امریکایانو دوه کاله وروسته،دترهه ګرۍ په ضد دغه شجاع کمانډر  په عراق کې په ناځوانمردانه ډول ترور کړ.پر دې اساس،په ایران کې د احمد بن موسی شاهچراغ زیارت کې د بې ګناه خلکو عامه وژله،که څه هم پوخي ارزښت  ئې نه درلود،خو  د داعش او امریکا لپاره  خوشالوونکی جنایت ؤ. همداراز دداعش ډلې دغه جنایت،پر ایران ددباؤ د راوړلو لپاره  ددغه هیواد  مقاومت کونکي ملت  په ضد د امریکا د  اقتصادی بندیزونو په لړ کې بلل کیدلی شي،خوتیرو تجروبو ښودلې ده چې  هر هغه ترهه ګره ډله چې د ایران د  ملت دامنیت اوژوند په ضد ئې کوم اقدام کړی دی،زر یا په ځنډ سره ئې،د ایران د هوښیارو او میړنیو  او شجاع ځواک  له خوا لاپیاوړی سخت او کوټلی ګوزار خوړلی دی.

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې له سپارلو مخکې باید ووایو چې د تهران دپيښتو خپرونې د انټرنیټي ایډریس PARSTODAY.COM/PS  هم درسره نوټ کړئ، تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي پاڼې  تازه اووروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه،تبصرې،راپورونه،مرکې او نور  روغتیائي،سپورټي،اقتصادي، ټولنیز او دیني مطلبونه  هم آوریدلی او لیدلی شئ،همداراز د  تاسو پخپلو لیکنو،لیکونو،شعرونو،پیغامونو او ښوښو وړاندیزونو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ،نو تربل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو.بریالی او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه