د ایران په خوزستان کښې یوه ترهګره ډله له مینځه لاړه
د ایران یوې خبرې امنیتي سرچینې له فارس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د یوه اروپايي هیواد تر ملاتړ او هدایت لاندې د ټرور او د ورانکارۍ یوه ډله په خوزستان ولایت کښې د هر ډول ترهګر اقدام له ترسره کولو مخکې د سپاه پاسداران ځواک د استخباراتي ادارې په عملیاتو کښې له مینځه یوړل شوه.
دغه امنیتي سرچینې په اهواز کښې هم د ټرور او د ورانکارۍ د ډلې د غړیو د نیول کیدا خبر ورکړ.
دغه خبرې امنیتي سرچینې وویل یوه اروپايي هیواد ددغه ترهګرې ډلې د ملاتړ او هدایتولو دنده پرغاړه لرله.
دغه خبرې سرچینې د دغه ډلې هدف د وژلې د سناریو او د زاهدان د اردبیل او د خوزستان په شان د بلواو رامینځته کول وبلل.
تیره میاشت هم په ایران کښې د فرانسې دوو نیول شویو جاسوسانو اعتراف وکړ چې د سیلانیانو په جامو کښې یې په خوزستان ولایت کښې د بلواو د رامینځته کولو لپاره ایران ته سفر کړی و.
بل خبر دا چې د ایران د خوزستان د ولي عصرعجل الله د سپاه د تبلیغاتو او د عمومي اړیکو دفتر په یوې خبرپاڼه کښې په ماهشهر ولسوالۍ کښې په یوه پوځي مرکز باندې د ترهګرې حملې خبر ورکړ.