ایران کښې د ترهګرو اقداماتو غندل؛ له داعش او مجرمو حکومتونو سره د مقابلې ضرورت:-
(last modified Mon, 07 Nov 2022 10:30:49 GMT )
Nov 07, 2022 15:00 Asia/Kabul
  • ایران کښې د ترهګرو اقداماتو غندل؛ له داعش او مجرمو حکومتونو سره د مقابلې ضرورت:-

د ترهګرۍ د قربانیانو د دفاع نړیوالې موسسې د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو پرضد وروستي ترهګر اقدامات وغندل.

د ترهګرۍ د قربانیانو د دفاع نړیوالې موسسې مشر صباح الصافي په تیرې یکشنبې ورځ په دغه خبر پاڼه کښې وویل مونږ هغه ترهګر اقدامات چې د ایران په پولیسو باندې حملې کوي او د داعش رنګ او بوې لري غندو.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د ترهګرۍ د قربانیانو د دفاع نړیوالې موسسه له ایران څخه غواړي چې تر کومه مونږ ووژني او مونږ چپ پاتې شوي تر شعار لاندې د داعش د مجرمو حکومتونو او د فاسدو ډلو تعقیبول چې دداعش ډلې ملاتړ کوي په اجنډا کښې شامل کړي ځکه چې د دغو مجرمو او فاسدو حکومتونو هدف په بیلابیلو وسائیلو سره د ملتونو پرضد اقدام او ورانکارۍ ده.

دغه بیانیه وروسته له دې خپره شوي ده چې د روان هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په څلورمه نیټه یوه وسله وال کس د ایران په شیراز ښار کښې د حضرت احمد بن موسی شاهچراغ علیه السلام په سپیڅلي حرم باندې حملې سره په زیارتوالو برید وکړ.

په دغه ترهګرې حملې کښې چې داعش ډلې کړي وه دیارلس کسان شهیدان او دیرش نور ژوبل شوي وو.

د ایران د شیراز د ترهګرې حملې په ارتباط شپږویشت خارجيان  نیول شوي چې د افغانستان د تاجیکستان او د ځینو نورو هیوادونو ښاریز پکښې شامل دي.

د شیراز برید هم د اذربایجان  جمهوریت یوه ترهګر کړی و.

د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه هم د ایران په البرز ولایت کښې په یوې منظمې او وسله والې حملې کښې د امنیت یو دفاع کونکی بسیج شهید شو او کابو لس پولیس هم ژوبل کړې شول.

البته د ایران اسلامي جمهوریت له دې مخکې هم د داعشیانو په لاس د دا ډول ترهګرو حملو کتونکی و ؛د روان هجري لمریز کال په لومړیو کښې د عبداللطیف مرادي لخوا د ایران په مشهد کښې په امام رضا علیه السلام سپیڅلي حرم کښې په چاقو سره ترهګره حمله، په تهران کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په سپیڅلي حرم باندې د داعش تکفیري ډلې حمله او په دیارلس سوه شپږنویم هجري لمریز کال کښې د ایران په پارلمان باندې برید او په دیارلس سوه درې اویایم هجري لمریز کال کښې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کښې بم چاودنه چې ډير کسان پکښې شهیدان شوي وو په ایران کښې د داعشي او تکفیري ترهګرو د حملو د تاریخ بیلګې دي.

د ایران د استخباراتي ادارو د جاجونې پراساس د شیراز په شاهچراغ سپيڅلي حرم کښې د ترهګرو حملو پلانونکو نیت درلود چې د ایران په څو نورو سیمو کښې ترهګرې حملې  او بم چاودنې وکړي چې د دغو ټولو ترهګرو په پيژندل کیدا سره د دوې پلانونه شنډ شول او په عین حال کښې معلومه شوه چې ترهګرو په ایران کښې ځینې اوسنۍ ناکراریانې د خپلو جنایتونو د تکرار لپاره یو فرصت وباله چې دا د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په شمول د دوښمانانو د هدفونو په لړ کښې دي.

واضح خبره ده چې امریکا او صهیونیسټ رژیم او  د سیمې ځینې عرب مرتجعین حکومتونو په تیرو څو کلونو کښې تل په ایران او سیمه کښې د ترهګرو ډلو د ملاتړ هڅه کړي ده ؛ ترهګرو ته پوځي روزنه ورکول ، د وسلو ورکول ،د د اعش ډلې تر کنټرول لاندې سیمو ته د  سپکو او د نیمه سپکو وسلو او د ارتباطي تجهیزاتو استول د دغو ملاتړونو یوازې یوه برخه ده.

پر دې اساس امریکا او صهیونیسټ رژیم چې په تیرو کلونو کښې په ایران کښې  په واټونو کښې د تاوتریخوالي او د ناکراریو د رامینځته اصلي ملاتړي ګڼل کیږي؛ د تیرو څو اوونیو په بدلونونو او ناکراریو کښې د ترهګرو ډلو د ملاتړ کولو له لارې او بلواو ته د لمن په وهلو سره رول لرلی دی؛ د ایران د امنیتي او د استخباراتي ادارو سندونه هم ښودنه کوي د پوځي روزنې د ورکولو د کلاسونو ترسره کول او د خلکو په بیلابیلو پرګنو باندې اغیز شیندل په ایران کښې د بلواو او د ناکراریو د رامینځته کولو لپاره د امریکا د هغې د لویدیځو او د سیمې د عربو ملاتړو په وروستیو اقداماتو کښې شامل دي.

حقیقت دا دی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کونکي لویدیځ حکومتونه که څه هم ځانونه د ډیرو انساني ارزښتونو منادي او جارچیان ګڼي خو د ترهګرۍ په شمول په ډیرو برخو کښې د دوه ګوڼه معیارونو شتون د دغو هیوادونو د متناقضې رویې په نه جلا کیدونکي برخې بدل شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرۍ د یوه قرباني هیواد او په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې د مخکښ په توګه هماغه رازر له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د خپلو هڅو دوام ته هوډمن دی او په هیواد کښې وروستۍ ترهګرې حملې د تاوتریخوالي غواړو خوځښتونو په دوام کښې ګڼي چې امریکا او ځینې اروپايي او عرب مرتجع هیوادونه د هغوې محرک دي.  

 

ټیګونه