د اوه ډلې بیانیه د بلواو او د ترهګرو حملو ملاتړ کوي
(last modified Thu, 10 Nov 2022 00:44:35 GMT )
Nov 10, 2022 05:14 Asia/Kabul
  • د اوه ډلې بیانیه د بلواو او د ترهګرو حملو ملاتړ کوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: د ایران د کورنیو بدلونونو په هکله د اوه ډلې بیانیه د ملګروملتونو د منشور پرخلاف ده او هغه عملا د ایران په داخل کښې د ترهګرو حملو او د بلواو دودونکي او محرکه ده.

ناصر کنعاني پرون له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې د اوه ډلې خارجه وزیرانو تیره اوونۍ په جرمني  کښې  د خپلې غونډې په پاې کښې د بیلابیلو موضوعګانو په هکله یوه بیانیه خپره کړي وه چې یوه برخه یې د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله وه د او ډلې د خارجه وزیرانو د بیانیې دغه برخې ته د ستا غبرګون څه دی وویل د هغو تورونو او ادعاګانو بې بنسټ توب او د جعلي توب اندازه چې په دغه بیانیې کښې ایران ته په اړونده  برخې کښې راغلي ده د حیرانتیا وړ ده  او مونږ د ایران د اسلامي جمهوریت په ارتباط د دغه بیانیې مادي په کلکه غندو او هغه مردودې ګڼو.

هغه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت په کورنیو چارو کښې لاسوهنه په داسې شرایطو کښې ترسره کیږي چې د اوه ډلې اکثرو غړیو له ترهګرۍ سره په مقابلې کولو کښې  د خپلو نړیوالو مسوولیتونو په اپوټه  حتی د ایران په شیراز کښې د ترهګرې حملې چې یوشمیر کسان پکښې شهیدان او ژوبل شوي وو له غندلو ډډه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل دغه خبره په ښه ډول ثابتوي چي امریکا او اروپايي هیوادونه هماغه راز ترهګرۍ په ښه او بد ویشي چې دا په شعار او عمل کښې د دوې د تناقض ښودنه کوي.

کنعاني ټینګار وکړ په دغه بیانیې کښې دغه راز د اوکراین پرضد روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو او د توغندیو د سپارل کیدا په هکله ادعاګانې شوي دي چې کاملا بې اساسه دي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان مخکې دغو تورونو ته ځواب ورکړی دی.

 

ټیګونه