د ایران پرضد د برتانیه اواروپایی اتحادیې نوی بایکاټونه د شعاراوعمل تضاد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123614-د_ایران_پرضد_د_برتانیه_اواروپایی_اتحادیې_نوی_بایکاټونه_د_شعاراوعمل_تضاد
پوښتنه همدا ده چی که هغه اروپایان چی تل د بشری حقوقو او د رسندویو او بیان د ازادۍ د ملاتړ چغی پورته کوی ، ایا که په دغو هیوادونو کې کومه رسندویه یا سپوږمکیزچینل د دغو هیوادونو ښاریزو ته د جنګی وسلو د جوړولو او تاوتریخوالی د دودولو لپاره فعالت وکړی نو ایا د فعالیت اجازه به ولری ؟په پریکنده توګه د دغې پوښتنې ځواب منفی دې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2022 13:04 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د برتانیه اواروپایی اتحادیې نوی بایکاټونه د شعاراوعمل تضاد

پوښتنه همدا ده چی که هغه اروپایان چی تل د بشری حقوقو او د رسندویو او بیان د ازادۍ د ملاتړ چغی پورته کوی ، ایا که په دغو هیوادونو کې کومه رسندویه یا سپوږمکیزچینل د دغو هیوادونو ښاریزو ته د جنګی وسلو د جوړولو او تاوتریخوالی د دودولو لپاره فعالت وکړی نو ایا د فعالیت اجازه به ولری ؟په پریکنده توګه د دغې پوښتنې ځواب منفی دې

 

اروپایی اتحادیې او برتانیه د ګل په ورځ په یوه غږمله اقدام کی د ایران پرضد نوی بایکاټونه ولګول . لندن د خپلواکه هیوادونو په داخلی چارو کې د نه لاس وهنې په هکله د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ سره په ایران کی د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په پلمه او په حقیقت کی له بلواګرو د ملاتو په لړ کی وویل ۲۴ ایرانی اورګانونه او کسان یې د خپلو بایکاټونو په لیسټ کی شاملی کړي دی ، د ایران د ارتباطاتو وزیر عیسی زارع پور نوم هم په نویو بایکاټ کیدونکیو کې شامل دی .

اروپایی اتحادیې هم په ایران کی ۲۹ کسان او درې اورګانونه په خپلو نویو بایکاټونو کې ورزیات کړي دي . د اروپایي اتحادیې له اعلامیې سره سم د مخکنیو بندیزونو په نظر کې نیولو سره، په ټول کې ۱۲۶ ایراني شخصیتونه او ۱۱ ارګانونه د دې اتحادیې د بندیزونو په لیست کې شامل شوي دي.

د جرمنی صدراعظم اولاف هم د ایران په داخلی چارو کې د لویدیځ د لاس وهونکیو دریځونو او په ایران کې له ناارامیو د ملاتړ په ترڅ کې د بلواګرو وران کاره اقدامات زړه وره مبارزه وبلله او مدعی شو بایکاټونه هغه لاره ده چی مونږه د هغې له لارې په ایران د دباو د زیاتولو په حال کی یو .

د ایران پرضد د اروپایانو د نویو بایکاټونو په مینځ کی هغه څه چی له ټولو زیات پام ځانته جلبوی ، د انګریزی ژبې ایران پریس ټی وی سپوږمکیز چینل دې . دغه خبری چینل کلونه کیږی چی د لویدیځ د خبری انحصار په ماتولو سره د راپورونو او خبرونو په خپرولو سره چی لویدیځ تل د خپلو ګټو په لړ کی ترې ناوړه استفاده کوی ، فعالیت کوی . دغې مسلې تل د لویدیځو دولتونو غوسه راپارولی ده او په همدې دلیل هر څه وخت وروسته د انسټاګرام اویوتیوب په شان په مجازی شبکو کې د پریس ټی وی فعالیتونه بندوی او په سپوږمکیو کې هم د پریس تی وی د خپریدا د مخنیوی لپاره خنډونه رامینځته کوی .

اوس اروپایانو هم د امریکا په شان د رسندویو او بیان د ازادۍ شعار په اپوټه د اسلامی ایران د لیدتوګو د خپریدا مخنیوی ته مخه کړی ده او په ایران کی د بلواګانو په رامینځته کولو او له بلواګرو په ملاتړ کی د اروپایی هیوادونو خبری چینلونو او د سعودی عربستان فارسی ژبو چینلونو ډیر زیات رول لوبولې دې . په حقیقت کښې بي بي سي فارسي او ایران اینټرنیشنل دوې داسې رسنۍ دي چې د ایران د بلواو شاته ولاړې دي او د دغو بلواو د زیاتولو په لړ کښې حرکت کوي.

یو چلول چې دغو دوو رسنیو د ایران د کورنیو بدلونونو په هکله کارولی دی په پراخه سویه بیا بیا دروغ ویل او د هغوې خپرول دي چې په ایران کښې اعتراض په نفرت بدل کړي او د  خلکو له داخل څخه بلواوې هدایت کړي ، بلواوې پراخې کړي او د خلکو د وژلو پروژه تعقیب کړي.

 

خبره دا چې په لویدیځو هیوادونو کښې د بیان ازادۍ هسې یوه ادعا ده.

د بیان دغه ازادۍ هغه وخت  د منلو وړ ده چې د لویدیځ د رسنیو د امپریالیزم او د استعمار د سیاستولو لپاره وي خو که چیرې د بیان ازادۍ د ایران د دوښمانانو د پلانونو او د پروژو په هکله له حقیقتونو سره ملګرتیا ولري نو د منلو وړ نه ده او حتی د داسې رسنیو له یوبل سره د شخړې سبب کیږي چې د دوې ماهیت او کړچار یوشان دی او دغه رسنۍ د ایران د خلکو او د ایران د ګټو پرضد ګام پورته کوي.

پوښتنه همدا ده چی که هغه اروپایان چی تل د بشری حقوقو او د رسندویو او بیان د ازادۍ د ملاتړ چغی پورته کوی ، ایا که په دغو هیوادونو کې کومه رسندویه یا سپوږمکیزچینل د دغو هیوادونو ښاریزو ته د جنګی وسلو د جوړولو او تاوتریخوالی د دودولو لپاره فعالت وکړی نو ایا د فعالیت اجازه به ولری ؟په پریکنده توګه د دغې پوښتنې ځواب منفی دې او د بشری حقوقو ادعا کونکی اروپایان به  هیڅکله خبری چینلونو او رسندویو ته د دغه ډول فعالیتونو اجازه ورنکړی ، په داسې حال کی چی هغو د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندی د خپل غلیمانه کړچار په دلیل په اسانۍ سره له ایران سره دښمنو رسندویو ته دا اجازه ورکړی ده  . دا چاره په حقیقت کی د ترهه ګرۍ ،بشری حقوقو  او همداراز بیان او رسندویوازادۍ په شان مسایلو په وړاندی د لویدیځوالو د دوه ګوڼی کړچار ښودنه کوی  .