د IAEA اقدام ناکاره اوکرغیړن ؤ
حسین امیر عبداللهیان او السید بدرالبوسعیدي نن په تهران کې له دوواړخیزو خبرواترو وروسته په خبري کنفرانس کې دداخلی او بهرنیو خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر له خپل عماني همڅنګ سره په خبري کنفرانس کې ټينګار وکړ،د ایران په ضد دپریکړه لیک په صادرولو کې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شورا اقدام ناغیړی دی او حتما به متقابل اقدام وکړو.
حسین امیر عبداللهیان او السید بدرالبوسعیدي نن په تهران کې له دوواړخیزو خبرواترو وروسته په خبري کنفرانس کې دداخلی او بهرنیو خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، دایران خارجه وزیر په دغه خبری کنفرانس کې ووئيل ، دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس د اونۍ په پاي کې ناکاره اقدام وکړ، په داسې حال کې چې دوه اونۍ مخکې د ایران د خارجه وزارت او دایټمي انرژۍ ادارې په چارواکو مشتمل یوپلاوی ویانا ته هم په سفر تللی وو او د ا یران او آژانس لا ځواکمنې ملګرتیا په باب ئې موافقه کړې او د آژانس له مشر رافایل ګروسي سره ئې رغنده لیده کاته هم کړي دي.
امیر عبداللهیان زیاته کړې ده، سره له دې په یوهیړ، پر داخلی چاپيریال د اغیزشیندنې او همداراز د امریکا د سن سبا د ریاکار او کرغیړن سیاست په دوام او د زیاتره دباؤ په اعمالیدا سره ئې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد یو پریکړه لیک پر میز کیښود او یو ځل بیا ئې له آژانسه ناوړه سیاسی استفاده وکړه.
د ایران خارجه وزیر په دوام کې د عمان له خارجه وزیر سره اوسنیو مشورو ته په اشارې سره ووئيل،نن د دوو اړخیزو مناسباتو په مختلفو موضوعګانو ارزونې وشوې او ددواړو هیوادونو د مشرانو کلک هوډ اراده او موافقې،د مخ په وده اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ پشمول په مختلفو اړخونو کې چټکتیا نندارې ته وړاندې کوي.
د ایران خارجه وزیر همداراز ووئيل، په سیمې کې د بهرنيو عسکرو شتون ، دسیمې سوله او ثبات ګواښي او باؤري یوو چې بهرني عسکر نن سبا په فارس خلیج سیمې او عمان سمندر کې یو ګواښ او دغه راز په سیمې کې د انرژۍ دامنیت لپاره یو جدي ګواښ شوی دی.
دعمان خارجه وزیر هم په دغې خبرې غونډې کې ووئيل، عمان د ایران په وړاندې د ښه ګاونډيتوب سیاست مخکې کړی دی او ورباندې کلک ټينګار کوي. السید بدرالبوسعیدي همدرااز هرډول تاؤتریخوالی او ترهه ګر اقدامات په کلکه محکوم کړل او د ایران له ا سلامی جمهوریت سره ئې د مثبت تعامل لپاره ددغه هیواد پر هڅې ټيڼګار وکړ.