د ایران د اصفهان د ترهګر برید عوامل نیول شوي دي
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اصفهان ولایت د سپاه صاحب الزمان علیهم السلام ویاند وویل: د امنیتي ځواکونو په استخباراتي څارنې سره په اصفهان کښې د ترهګرې پیښې او د امنیت د دریو مدافعانو د شهادت عوامل ونیول شول.
د ایران د اصفهان ولایت د سپاه صاحب الزمان عجل الله فرجه ویاند روح لله حکیمي فرد زیاته کړه د ترهګرې حملې عواملو د امنیت په مدافعانو باندې برید سره چې جنګي وسلې ورسره وې دوه بسیجیان او یو پولیس شهیدان کړي وو او دغه کسان اوس پیژندل شوي او نیول شوي دي.
نیول شوي کسان لوفران دي او قضايي دوسیې لري او د نفاق د اچولو هڅه یې هم کړي ده.
د نوامبر د میاشتې په شپاړسمه نیټه د ایران په مرکز کښې په اصفهان ولایت کښې د امنیت په مدافعانو باندې په موټرسائیکل باندې ددوو سپارو کسانو لخوا ډزې وشوې چې له کبله یې د امنیت درې ساتونکي شهیدان او یوبل ژوبل شو.
له دې سره سره چې د بلواو رامینځته کول او ټرور د ایران له اسلامي جمهوریت سره په مقابلې کښې د صهیونیسټ رژیم او د امریکا په شمول د دښمانانو د تیرو څو کلونو حربې ګڼل کیږي خو په تیرو څو اونیو کښې د ایران دښمانانو په هیواد کښې د بلواو د رامینځته کولو او د ناکراریو او د اعتراضو د سختولو لپاره له خپلو تولو رسندویو او سیاسي وسونو او توانونو استفاده کړي ده.
د ایران په پلواو کښې امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني ، سعودي عربستان ، صهیونیسټ رژیم ، متحده عربي امارات او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه نیغ په نیغه لاسونه لري.