د بې دفاع خلکو وژل د دښمانانو د سپیره پلان نښه ده
(last modified Tue, 22 Nov 2022 09:02:56 GMT )
Nov 22, 2022 13:32 Asia/Kabul
  • د بې دفاع خلکو وژل د دښمانانو د سپیره پلان نښه ده

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د قضايي قوې ویاند مسعود ستایشي وویل: د امنیت په حافظانو او بې دفاع خلکو ډزې کول او په سړکونو او واټونو کښې په چاقوانو او ګرمو وسلو سره ځوانانو وژل د دښمن د سپیرې نقشې نښه ده چې د ایران د ملت په پوهې سره به ختمه شي.

هغه نن خبریالانو ته وویل هغه اقدامات چې په تیرو څو ورځو کښې د ایران د ځینو ښارونو په واټونو او سړکونو کښې رامینځته شول په ښه ډول د یو هیړ ایران د راتلونکي لپاره د هغوې له ګډوډې ډک خوبونه او د دښمن د پروګرامونو ژورتیا ښيي.

د ایران د قضايي قوې ویاند مسعود ستایشي وویل: دا خبره چې دښمن نن سبا له خپلې څیرې پرده لیرې کړي ده او په اینټرنیټ پاڼو کښې د ایران د خلکو د  وژلو او ټرور حکم ورکوي په ښه ډول ښودنه کوي چې هغوې د اسلامي ایران د خلکو  په ملګرتیا نه کولو ډیر غصه دي.

 

ټیګونه