د بیلتون غوښتنې ملاتړ: د پردیو هیوادونو د فارسۍ ژبې د رسنیو کړچار:-
(last modified Sun, 27 Nov 2022 09:11:33 GMT )
Nov 27, 2022 13:41 Asia/Kabul
  • د بیلتون غوښتنې ملاتړ: د پردیو هیوادونو  د فارسۍ ژبې د رسنیو کړچار:-

د پردیو هیوادونو د فارسۍ ژبې رسنۍ د سعودي عربستان په شان د ځینو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره فعالیت کوي.

 دغو هیوادونو د ایران ضده سیاستونو په لړ کښې د ایران د مخاطبانو تر اغیز لاندې د وروستلو په هدف سره خاص لیدتوګي ، هدفمنې مرکې او راپورونه او خبرونه خپروي.

د دغو رسنیو په تیره بیا د ایران اینټرنیشنل سپوږمکیز ټیلي ويژن د کړچار یو مهم اړخ د ایران د بیلتون غواړو ډلګیو غړیو او مشرانو ته د بلنې لارې د بیلتون غوښتنې دودول او ورته هڅول او له دغو بیلتون غواړو مشرانو سره د مرکو ترسره کول او د دوې د ورانکارو او د حکومت د نسکورونکو فعالیتونو په باره کښې د راپورونو وړاندې کول دي.

دغه چاره په ځلونو ځلونو ثابته شوي ده.

د دغه چارې یو مهم مورد د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په لومړیو کښې د بې بي  سي فارسۍ ژبې د ټیلي ويژن د یوې نطاقې او مجري د یوه غږیز فائیل ایشوا کیدل وو چې په ښکاره ډول یې ښودنه کوله چې په کوم ډول بیلتون غواړي او د هغوې ملاتړي رسنۍ د ایران ویشل او ټوټې ټوټې کول تعقیب کړي.

د نوامبر د میاشتې په شپږمه نیټه د بي بي سي د فارسۍ ژبې د ټیلي ويژن چینل د نطاقې او د مجري رعنا رحیم  پورې د خبرو یو غږیز فائل خپور شو  چې هغې په کښې په ښکاره ډول د ایران د ویشل کیدا او د ټوټې ټوټې کیدا خبره کړي ده او ټینګار یې وکړ د بلواو د پردې شاته هدف د ایران لپاره ډیموکراسۍ نه بلکې د ایران ویشل دي.

رعنا رحیم پور په دغه غږیز فائیل کښې په مشخص ډول وايي چې د سعودي عربستان حکومت ته اړونده ایران اینټرنیشنل سپوږمکیز ټیلي ويژن ته ویل شوي دي چې یوازې د بیلتون غواړو ګوندونو له مشرانو سره مرکې ترسره کړي او د هغوې خبرې خپرې کړي.

رعنا رحیم پور په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې کښې د دغه غږیز فائل اصالت تائید کړی دی.

دغه ایشوا شوی غږیز فائل د ایران اینټرنیشنل او د بي بي سي په شان د رسنیو او د بلواو د عقبې په هکله د ایران ضده رسنیو د خبریالانو لخوا تر ټولو ښکاره اعتراف دی.

د امریکا په مشرۍ لویدیځ بلاک د صهیونیسټ رژیم او د سعودي عربستان په شان له خپلو سیمه ییزو متحدانو سره یوځاې په ایران کښې د بیلتون غوښتنې دودونکي دي او په دې لاره کښې یې د ایران د بیلتون غواړو ډلګیو مالي ، لاجیسټیکي او سیاسي ملاتړونه هم کړي دي.

امریکا د سترې شیطانې او د ایران د اسلامي جمهوریت د اصلي دښمن په توګه تل د ایران د ویشل کیدا په زمینه کښې د خپل غلیمانه پلان د عملي کولو هڅه کوي او په دې لړ کښې یې د خپلو سیمه ییزو متحدانو له لارې د جیش العدل( جیش الظلم) د حزب حیات ازاد کردستان( پژاک) د ډیموکراټ او د کومله په شان د کرد ډلګیو په شمول په ایران کښې د بیلتون غواړو ډلګیو هراړخیزه ملاتړونه په خپلې اجنډا کښې راوستلي دي.

د لویدیځو هیوادونو او د دوې د سیمه ییزو متحدانو د دغه ثابت کړچار په څنګ کښې د ادراکي او د رواني جنګ په لړ کښې د پردیو هیوادونو د فارسۍ ژبې له رسنیو استفاده هم د دوې په اجنډا کښې شامل دي.

دغه رسنۍ داسې تصور کوي چې د مهسا امیني د مړینې په پلمه په ایران کښې د بلواو او د ناکراریو رامینځته کیدا په ایران کښې بیلتون غوښتنې او بلواو ته د لمن د وهلو لپاره دوې ته د سرو زرو(طلايي) فرصت په لاس ورکړی دی.

په دې لړ کښې په ایران کښې ناکراریو ته د پوښښ ورکولو په زمینه کښې د ایران اینټرنیشنل سپوږمکیز ټیلي ويژن یو اصلي کړچار بیلتون غوښتنې ته د لمن  وهل او د دغه مسلې غټول دي.

د ایران په وروستیو بلواو او ناکراریو کښې د سعودي عربستان ایران اینټرنیشنل ټیلي ويژن چینل د دښمنو ډلو او ډلګیو د یوه تر ټولو اصلي مټ او اوزار په توګه عمل کړی دی.

په تیرو دوو میاشتو کښې ایران اینټرنیشنل ټیلي ويژن چینل په دائمي ډول د بیلتون غواړو  ګوندونو ، دعربو او بلوچ ډلو د مشرانو او د مسوولانو په اختیار کښې و  او دی په دې ډول چې تسنیم خبري اژانس ویلي دي په ایران کښې د بلواو په لومړیو شلو ورځو کښې څه د پاسه شلو بیلتون غواړو مشرانو په ټول  کښې  له ایران اینټرنیشنل ټيلي ويژن سره مرکې کړي دي؛ البته د بریتانیا بي بي سي فارسۍ ټیلي ويژن هم د ایران له بیلتون غوښتنې او په ایران کښې ترهګرو او تاوتریخوالي غواړو اقداماتو ته د خلکو د لمسولو پوره پوره کوشش کړی دی او د ایران اینټرنیشنل ټیلي ویژن لاره یې تعقیب کړي ده.

د بریتانیا مشهور سندري غاړي راجر واټرز په ژوندي پروګرام کښې د ایران اینټرنیشنل تیلي ويژن د مجري د اړخ لرونکو پوښتنو ته په ځواب کښې وویل؛ وګورئ له عراق او سوریې سره یې څه وکړل دوې غواړي له ایران سره هم دغه کار وکړي!

د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب او د جمهوري اسلامي نظام د جوړیدا له لومړیو څخه د بیلتون غواړو ډلګیو مخینو ته کتنه د دې ښودنه کوي چې دغه ډلګې په پراخو خارجي ملاتړونو سره د ایران د اسلامي جمهوري نظام د نسکورولو او  کمزوري کولو او په نهایت کښې د ایران د ویشلو هڅه کوي.

دغو ترهګرو ډلو د ایران د کردستان د خوزستان او د سیستان و بلوچستان په شان د سیمو د خلکو پرضد د ډول ډول جنایتونو په ترسره کولو کښې پراخه مخینه لرلي ده او دوې تل د دوښمن د اوزار په توګه عمل کړی دی.

 

ټیګونه