مسکو ته د ایران د سترې محکمې د مشر سفر
Nov 29, 2022 09:35 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د سترې محکمې مشر د روسیې پلازمینې مسکو ته په سفر تللی دی.
د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د سترې محکمې مشر حجتالاسلام والمسلمین سیداحمد مرتضویمقدم د روسیې د سترې محکمې د جوړېدو د سلمې کلیزې په مراسمو کې د ګډون او روسي چارواکو سره د لیدنې په موخه مسکو ته تللی او هلته د ایران د سفیر کاظم جلالي او د روسیې د سترې محکمې د مرستیال له هرکلی سره مخامخ شو.
همدارنګه د تاجیکستان، هند، قزاقستان، قرقیزستان، ارمنستان او اذربایجان جمهوریت جګپورو عدلي چارواکو هم د روسیې د سترې محکمې د جوړېدو د کلیزې په مراسمو کې د ګډون په موخه مسکو ته تللي دي.
ټیګونه