په وروستیو بلواؤ کې ۴۷بهرنیو جاسوسي ادارو  رول لوبولی دی
(last modified Thu, 01 Dec 2022 08:07:19 GMT )
Dec 01, 2022 12:37 Asia/Kabul
  • په وروستیو بلواؤ کې ۴۷بهرنیو جاسوسي ادارو  رول لوبولی دی

سردار سلیماني زیاته کړې، ددښمن له سترو او کوټلو دسیسو او فتنو سره سره ، د ایران ستر ملت خپل دښمن ناکامه کړیم چې په همدې دلیل امریکایانو او صهیونیسټي رژيم پخپلې ماتې اعتراف کړی دی.

د مستضعفینو بسیجي ځواک مشر ټینګار وکړو دښمن په سخت آوزاري جنګ ډګر کې د ناکامیدا په علت،په رسندویو کې د جنګ په لومړیتوب سره له ترکیبي او نرم جنګ څخه استفادې او  او د ایران د ستر ملت د ځینو پرګنو ددوکه کولو په خاطر ئې نفسیاتي عملیاتو ته مخه کړې اوپه وروستیو  بلواؤ کې ۴۷جاسوسي تنظیمونه فعال شول.

زمونږخبریال راپور راکړ، د مستضعفینو بسیجي ځواک مشر سردار غلام رضا سلیماني  د تهران ولایت دبسجیانو په یولسمې غونډې کې پخپلې وینا کې ووئيل،د ایران پیاوړي او لوي ملت تل په مختلفو پيښو کې  خپله هوښیاري او ځيرتیا  نندارې ته وړاندې کړې ده. سردار سلیماني زیاته کړې، ددښمن له سترو او کوټلو دسیسو او فتنو سره سره ، د ایران ستر ملت خپل دښمن ناکامه کړیم چې په همدې دلیل امریکایانو او صهیونیسټي رژيم پخپلې ماتې اعتراف کړی دی.

سردار غلام رضا سلیماني په وروستیو بلواؤ کې د زغم په باب  هم ووئيل، په وروستیو پیښو کې په صبر او زغم سره  مو ددښمن په روزل شوو او دوکه خوړلو ترمینځ فرق وپيژند او د فتنې په مدیریّت کې د اسلامی جمهوری نظام ویاړ داسې ؤ چې د مونږ دښمن نهیلی شي. هغه همداراز ووئيل،  امریکایانو او صهیونیسټي رژيم  په خپلو مطالعاتي موسیسو کې وئیلي دي ، چې  د ایران اسلامی جمهوریت د پیاوړي ایران تحققد علمی او ټيکنالوجیکي لارې پلان کړی دی چې په علمی او  ټيکنالوجیکي  حوزو کې  د ایران له اقداماتو سره دمقابلې په خاطر ،باید دغه هیواد بایکاټ او  له بلواؤ او ناکراریو سره لاس او ګریوان کړو.

 

ټیګونه