زاهدان کښې دوه ځوانان په اعدام نه دي محکوم شوي
د ایران د سیستان و بلوچستان د مرکز عمومي او انقلاب څارنوال مهدي شمس ابادي په زاهدان کښې د دوو کسانو د اعدام د حکم د صادریدا خبر چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي دروغ وباله.
هغه نن له تسیم خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل له پرون راهسې په اینټرنیټ سایټونو باندې د دښمنو رسنیو او د یوشمیر معلومو کسانو لخوا یو خبر خپور شوی چې ادعا کوي د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې دوه ځوانان چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي د ورانکارو کارونو د ترسره کولو په تور په اعدام یعني پانسۍ محکوم شوي دي چې دغه خبر کاملا دروغ دی.
شمس ابادي وویل له بده مرغه د ایران د اسلامي نظام دښمنې او مخالفې رسنۍ په سیستان او بلوچستان لایت کښې د پایداره امنیت د ګډوډولو او د شیعه او د سني ترمینځ د مذهبي تفرقې د رامینځته کولو په هدف سره ډول ډول اوازې او له دروغو ډک خبرونه خپروي چې د دغه ولایت د خلکو هوښیارتیا او بصیرت تراوسه د دښمانانو ټولې نقشې او پلانونه شنډ کړي دي.
هغه وویل د ایران خلک د هوښیارتیا او د رسنیز سواد په زیاتولو سره ضروري ده چې د دروغو خپرونکو رسنیو چې هره اونۍ په ایران کښې د بلوا او د تفرقې د رامینځته کولو کوشش کوي دوکه نه خوري.
امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او صهیونیسټ رژیم او ځینې نور هیوادونه په ایران کښې د بلواو د زیاتولو کوشش کوي او دغه هیوادونه له ورانکارو ډلو او کسانو سره زیاتې مالي او وسله والې مرستې کوي.