د ایران د وروستیو ناکراریو په وخت کې په زرګونو وسلې او مهمات کشف شوي دي
(last modified Wed, 07 Dec 2022 12:52:04 GMT )
Dec 07, 2022 17:22 Asia/Kabul
  • د ایران د وروستیو ناکراریو په وخت کې په زرګونو وسلې او مهمات کشف شوي دي

د ایران د اسلامی جمهوریت د پولیسو  داطلاعاتو ادارې (فراجا)د ایران په وروستیو ناکراریو کې په ترسره شوو  اقداماتو او کشفیاتوپه باب یوه خبرتیا خپره کړه.

زمونږخبریال راپور راکړ،د اسلامی ایران دپولیسو په دغې خبرتیا کې راغلی دي،د ستمبر له اولسمې نیټې د دسمبر ترپنځمې نیټې پورې د ایران په سرحدي  سیمو کې او دغه راز په ځينو نورو ولسوالیو کې دوه زره اته سوه دیرش جنګی وسلې،پنځه زره څلور سوه پنځه اتیا ښکاري وسلې او په ټول کې اته زره درې سوه پنځلس وسلې کشف او ضبط کړی دي.

په دغې اطلاعیې کې وئيل شوي دي،دبلواؤ په شپو ورځو کې د وسلو د قاچاق منظم شوي شپاړس چینلونه او ډلې ټپلې هم د قانون په منګولو کې ښکیل شوي دي.

د خبرتیا په دوام کې راغلی دي،استکبار،صهیونیسټ رژيم بیلتون غواړي، سلطنت غواړي او منافقین،د ایران د ولس لپاره له روښانه امنیت سره یوځاي آرامښت او امنیت نه زغمي او دخپلو سپیرو او بې شرمو اقداماتو او له درستو رسندوئي ظرفیّتونو څخه په استفادې سره،په یوه پيژندل شوي بشپړ جنګ په چوکاټ کې دناکراریو او بلواؤ د رامینځةکیدا په باب خپلې شیطاني سټرټژۍ تعقیبوي.د ایران د پولیسو په دغې خبرتیا کې  انقلاب ضده دښمنانو تورزړو منافقینو او د هغو تالی څټو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ایران دښاریزو امنیت د هیواد دپولیسو او امنیتي ادارو سره کرښه ده  او  په دغه ډګر  کې دخار پار اچونکو سره هیڅ ډول نرمښت نه کوي.

 

ټیګونه