د مولوي عبدالواحد ریګي د ټرور عامل ونیول شو
Dec 14, 2022 04:17 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د اهل سنتو د یوه عالم مولوي عبدالواحد ریګي د شهادت د عامل د نیولو خبر ورکړ.
د ایران امنیتي ځواکونو د سیستان و بلوچستان د اهل سنتو د امام حسین علیه السلام د جومات د جمعې لمانځه خطیب مولوي عبدالواحد ریګي د شهادت عامل ونیوه.
د ایران د سیستان وبلوچستان ولایت د خاش سیمې د اهل سنتو د حضرت امام حسین علیه السلام د جومات د جمعې لمانځه خطیب مولوي عبدالواحد ریګي چې د سیمې او د ایران د بلوچستان سیمې یو مهم مولوي و په تیرې پنجشنبې ورځ ناپيژاندو کسانو وتښتوه او بیا یې شهید کړ.
مولوي عبدالواحد داسی سړی و چې ارامښت ته د خلکو په وربلو او د سولې په لړ کښې یې اغیز شیندونکی رول لرلی.