عرب هیواد د ایران د اهل سنتو د عالم په ټرور کښې لاس لري
(last modified Thu, 15 Dec 2022 07:25:45 GMT )
Dec 15, 2022 11:55 Asia/Kabul
  • عرب هیواد د ایران د اهل سنتو د عالم په ټرور کښې لاس لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د استخباراتي ادارې د عمومي اړیکو دفتر له یوه عربي هیواد سره د مولوي عبدالواحد ریګي د ټرور د عواملو د ارتباط خبر ورکړ.

د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د استخباراتي ادارې د عمومي اړیکو دفتر په یوې خبر پاڼه کښې وویل د پولیسو او د امنیتي ځواکونو لخوا د مولوي شهید عبدالواحد ریګي د ټرور د عواملو له نیول کیدا وروسته هغوې د لومړیو پلټنو په وخت د مولوي عبدالواحد ریګي د تښتولو لپاره د رودې د غوره کولو ، د تښتولو د څرنګوالي ، د انتقالولو او د ساتلو او د شهیدولو د څرنګوالي د ښودلو په وخت د هغه په ټرور کولو اعتراف وکړ.

دغو نیول شویو قاتلانو د اعترافاتو په وخت وویل دوې نیت درلود د مولوي عبدالواحد ریګي د شهادت له کبله د رامینځته شوي فضا له کراریدا وروسته یو بل  کس هم ووژني.

د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د استخباراتو د ادارې د عمومي اړیکو دفتر وویل د موضوع پیچلتیا او له یوه عربي هیواد سره د ټرور د عواملو ارتباط،  او په هدف  وړ هیواد کښې ترسره شویو کتنو ته په پام سره تخصصي څيړنې په اجنډا کښې شاملې شوې چې ترلاسه شوي نتیجې به یې وروسته اعلان شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت پرون په یوې بیانیې کښې وویل د سیستان و بلوچستان ولایت د خاش ولسوالۍ د اهل سنتو د حضرت امام حسین علیه السلام د جومات د امام مولوي عبدالواحد ریګي د وژلې درې عاملان یې  له ایران څخه د تښتیدا په وخت نیولي دي.

 

ټیګونه