د ایران او پاکستان د امنیتی او دفاعی ملګرتیاؤ پراختیا د وخت ضرورت دی
د ایران دپوځ لوي درستیز او د پاکستان د پوځ نوي قوماندان دسرحدي امنیت په حوزې او له ترهه ګرو سره په مقابلې کې د تیرو وختونو ملګرتیاؤ پر دوام په ټينګار سره ، په پولې کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د دوستۍ او ورورولۍ په پولې ددغې آئيډیا د پلی کولو لپاره دملګرتیاؤ راتلونکي لور نیونو باندې ټينګار وکړ.
ایسنا خبري آژانس راپور ورکړ، دایران دپوځ لوی درستیز سردار محمد باقري بیګا دپاکستان د پوځ نوي عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر سره په ټيلیفوني تماس کې د پاکستان د پوځ دنوي مشر قوماندان په توګه په ټاکل کیدا مبارکي ووئیله.
سردار باقري په دغه تماس کې د ایران او پاکستان ددفاعي ا و امنیتی ملګرتیا پراختیا بهیر په تیره بیا دمشترکې پولې دامنیت په پیاوړتیا او لوړتیا کې ئې د هغو اغیزو ته په اشارې سره ووئیل، ددغه بهیر دوام او او دملګرتیاؤ لاپراختیا باید نوره هم اوڅاره شي.
د ایران دپوځ لوي درستیز او د پاکستان د پوځ نوي قوماندان دسرحدي امنیت په حوزې او له ترهه ګرو سره په مقابلې کې د تیرو وختونو ملګرتیاؤ پر دوام په ټينګار سره ، په پولې کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د دوستۍ او ورورولۍ په پولې ددغې آئيډیا د پلی کولو لپاره دملګرتیاؤ راتلونکي لور نیونو باندې ټينګار وکړ.
ددغه راپور په اساس سردار محمد باقري د پاکستان دپوځ نوی مشر قوماندان ته تهران ته دسفر بلنه هم ورکړه او متقابلا جنرال عاصم منیر هم د ایران دسردار باقري ته اسلام اباد ته د سفر لپاره وبالۀ.