د ایران د کورنیو چارو وزیر:
د مولوي عبدالواحد ریګي د ټرور ډلې ته له بهر څخه د عملیاتو امر شوی و
د ایران د کورنیو چارو وزیل وویل چې د مولوي عبدالواحد ریګي ټرورونکې ډلې ته د دغو عملیاتو امر له بهر څخه شوی و
په خاش ولسوالۍ کښې د امام حسین علیه السلام په نامه د اهل سنت جومات امامِ جمعه مولوي عبدالواحد ریګي د ایران د سیستان و بلوچستان سیمې یو ډیر ښه عالمِ دین و چې د روانې دسمبر میاشتې په اتمه نیټه د نامعلومو کسانو په لاس شهید کړی شو.
د ایران د اطلاعاتو وزارت د هم دې میاشتې په څوارلسمه نیټه په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې د مولوي عبدالواحد ریګي د ټرور درې تنه عاملان یې له هیواده د تیښتې په وخت نیولي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر هم په دې خبرې سره چې مولوي عبدالواحد ریګي په وطن میظن، انقلاب او له دښمن سره مقابله کونکی او د شیعه او سني مسلمانانو د یووالي لپاره هلې ځلې کونکی شخصیت و چې د شهادت مرتبه یې په برخه شوه.
هغه څرګنده کړه چې دغه شهادت د اهل تسنن او تشیع ژور پیوستون او د بلوڅانو او سیستانیانو ترمینځ ژوره اړیکه وښودله او ثابته یې کړه چې بلوڅان د پولو په ساتنه کښې څومره رول لوبوي.