دښمنانو د مسلمانانو د آرامښت د اخستو لپاره مقدساتو ته سپکاوي پیل کړي
د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ټينګار وکړ،د ایران ولس به په پوهیدا سره ددښمنانو دسیسه چورلټه له ماتې سره مخ کړي، هماغه شان چې تر دې دمه ئې ناکام کړي دي.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان د فرانسې د شارلي ابدو خپرونې سپک اقدام ته په اشارې سره ووئيل، د اسلام دښمنانو ددې لپاره چې د مسلمانانو نفسیاتي آرامښت واخلي ، د دوي د سپيڅلتیاؤ سپکاوي کوي.
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ، د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي پرون د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواک د قدس سیمه ایز کنډک د قوماندان د معرفۍ په دستورو کې چې په زاهدان کې د مختلفو پرګنو د مشرانو، شیعه سني عالمانو ،د شهیدانو د کورنیو ، ولایتی مسئولانوپه شتون سره ترسره شوې ، ددې خبرې په کولو سره چې دښمن په عراق ،سورئې، افغانستان او یمن کې ښارونه اوکلی په کنډوالو بدل کړل ووئیل، د اسلام دښمنان د درز او نفاق په رامینځةکولو سره نیّت لري ایران هم له دغه شان برخلیک سره مخ کړي.
سردار سلامي روښانه کړه،که دښمن احساس کړي،په ایران کې د درز اوتفرقې دتخم په کرلو سره خونړئ نښتې رامینځةکولی شي،نو په بشپړ محاسباتي تیروتنه کوي او هیڅکله به هم په دغه شان دسیسې کې بریالی نشي.
د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ټينګار وکړ،د ایران ولس به په پوهیدا سره ددښمنانو دسیسه چورلټه له ماتې سره مخ کړي، هماغه شان چې تر دې دمه ئې ناکام کړي دي.