اروپايي اتحادیه او د ایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنو زیاتیدل:-
د ایران په کورنیو چارو کښې د اروپايي اتحادیې د لاسوهنو په دوام کښې د اروپا پارلمان د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په موضوع باندې د غور کولو په حال کښې دی.
په ایران کښې د بلواو په هکله د اروپا د پارلمان په تیرې سه شنبې ورځې غونډې کښې د دغه پارلمان استازیو د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو، د تهران د بشري حقوقو د بایکاټونو د زیاتیدا او د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواب ویلو په ضرورت باندې ټينګار وکړ.
د اروپا د پارلمان استازي عبیر السهلاني ادعا کړي ده چې د اروپا د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د سپاه پاسداران ځواک د نوم شاملول ډیر نږدې شوي دي.
بریتانیا هم د ایران د سپاه پاسداران ځواک د ترهګر د اعلانولو هڅه کوي.
د بریتانیا ولسي جرګې هاوس اف کامنز د جنورۍ د میاشتې په یولسمه نیټه په یوه خوله یو پلان تصویب کړ چې د لندن له حکومته غواړي د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړي.
دغه پلان پاې بنده کوونکی نه دی او د دا ډول اقدام د ترسره کولو په هکله په بریتانیا کښې د یوه څارونکي ارګان له خبرداري سره سره په یوه خوله د انګلستان په پارلمان کښې تصویب شو.
د ایران د پارلمان د رئیسه پلاوي ویاند نظام الدین موسوي په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د یوه خبر په خپرولو سره اروپايي پارلمانونو ته په خطاب کښې وویل: د سپاه پاسداران ځواک پرضد هره مصوبه به د ایران د پارلمان له متقابلو مصوبو او پریکنده ځواب سره مخامخ شي.
هغه د خپل پیغام په دوام کښې د لویدیځو هیوادونو لخوا د سپاه پاسداران ځواک ترهګر نومول او د ایران پرضد بایکاټونه عملي ارزښت نلرونکي وبلل اوهغه یې یوازې یوه رذیلانه او پوچه تبلیغاتي مانوره وګڼله.
د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو موضوع څه موده مخکې په بروکسل کښې د اروپايي اتحادیې خارجه وزیرانو مطرح کړه.
ډیرې څارونکي باوري دي چې د دغه موضوع نتیجه به لږ تر لږه د دوه زره درویشتم میلادي کال د فرورۍ میاشتې تر پاې پورې روښانه شي.
نو ځکه خو باید انتظار ونلرو چې د جنورۍ د میاشتې په درویشتمه نیټه په بروکسل کښې د اروپايي هیوادونو د خارجه وزیرانو د شورا په راتلونکي غونډې کښې د دغه موضوع په هکله بحث کومه نتیجه ورکړي.
ویل کیږي چې درې هیوادونه جرمني ، هالینډ او چیک جمهوریت د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو ملاتړ کوي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د ترهګر اعلانولو په زمینه کښې د اروپا د پارلمان په شان د ارګانونو او د اروپايې اتحادیې بې مخینې هڅې په حقیقت کښې له امریکا څخه د اروپايي هیوادونو په پټو سترګو پیروۍ او نتیجې ته د فکر د نه کولو ښودنه کوي.
د امریکا پخواني ولسمشر ټرامپ د دوه زره نولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې په اتمه نیټه د یوې بیانیې په لاسلیک کولو سره په نړیوال ډګر کښې په یوه بې مخیني او د نړیوالو قوانینو پرخلاف یوه اقدام کښې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک یو خارجي ترهګر ارګان معرفي کړ او د دغه ځواک پرضد یې پراخ بایکاټونه اعلان کړل.
په دې ډول د ټرامپ حکومت د سپاه پاسداران ځواک پرضد په خپل اقدام سره په نړیوالو حقوقو کښې د موجودو قوانینو او اصولو د دړې وړې کولو او د نړیوالو حقوقو د تخریبولو په لاره کښې نوی ګام پورته کړ.
همدا اوس اروپايي هیوادونه چې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ په پړاو کښې یوځل بیا له واشنګټن سره له اټلانټیک ورهاخوا د ملګرتیا په لاره کښې حرکت کوي له امریکا سره په یوه غږمله اقدام او د ایران پرضد د دباونو د زیاتیدا په لړ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په بایکاټولو کښې د امریکا د ماتي خوړلي تجربې د تکرارولو نیت لري.
له دې ټولو خبرو سره سره په دې زمینه کښې جدي ملاحظات شته دي.
لومړۍ دا چې د اروپايي اتحادیې هیوادونه همدا اوس د اروپا په ختیځ کښې د اوکراین د جنګ دوام او د دغه جنګ پایلو او اړخونو ته په پام سره چې د روسیې پرضد د پراخو بایکاټونو په لګولو کښې له واشنګټن سره له ملګرتیا کولو سرچینه اخلي له ماتیدونکي او نا مساعدو ټولنیزو او اقتصادي حالاتو سره مخامخ دي او د ایران پرضد نوي ماجرا او بلاغوښتنې ته ورننوتل چې مسلما د تهران جدي غبرګون به ځان پسې ولري یوازې به د اروپايي هیوادونو لپاره د اوسني حالت پیچلتیاوې او مشکلات زیات کړي.
دوهمه دا چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو یوه برخه دی کوم چې په لویدیځې اسیا سیمې په تیره بیا سوریې او عراق کښې د لویدیځ له ملاتړ وړ ترهګرو ډلو سره د مبارزې په زمینه او په مینځني ختیځ سیمه کښې د امنیت او د ثبات په تامینولو کښې اوږده او اغیز شیندونکي مخینه لرلي ده او د سپاه پاسداران ځواک په ترهګر اعلانولو کښې د اروپايي اتحادیې احتمالي اقدام د نړیوالو قوانینو او د حقوقو پرخلاف او په حقیقت کښې د سیمې د امنیت او د سولې د کمزوري کولو په لړ کښې یو اقدام دی.
بله موضوع د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د ترهګر اعلانولو په زمینه کښې د اروپا د کمیسیون او د پارلمان په شمول د اروپايي اتحادیې د ارګانونو د احتمالي اقدام نورې پایلې دي چې مسلما د ایران لخوا به پریکنده ځواب ورکړل شي.
د سپاه پاسداران ځواک د سیاسي دفتر مشر رسول سنايي راد په دې هکله وویل د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ترهګر اعلانول به د انګلستان د اروپايي متحدانو او د امریکا لپاره د تاوتریخوالي د سویې زیاتیدا ته لمن ووهي.
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون پراساس د هیواد د قانوني او د رسمي وسله والو ځواکونو یوه برخه ده او د دغه ځواک پرضد هرډول اقدام د ایران د واکمنۍ او د نظام پرضد اقدام ګڼل کیږي او ایران به به پریکنده توګه ورته ځواب ورکړي.