د ایران په جنوب ختیځ کې له سرحدي بازارچو د شیانو صادرات تر ۴۹فیصدو پورې زیات شوي
(last modified Thu, 02 Feb 2023 10:05:34 GMT )
Feb 02, 2023 14:35 Asia/Kabul
  • د ایران په جنوب ختیځ کې له سرحدي بازارچو د شیانو صادرات تر ۴۹فیصدو پورې زیات شوي

 د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت تجارت،د ریمدان ،پشین، کهک، جالق او دغه راز ځينو نورو سرحدي سیمو له لارې ترسره  کیږي.

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړی، د ایران دسیستان اوبلوچستان ولایت دسرحدي بازارچو مدیر مبین علی میر نن ددغه ولایت د سرحدي بازارچو دلیدو په وخت  دخبریالانو په ټول کې ووئيل، سږکال له پیل راهسې تر دې  دمه د سرحدي بازارچو څخه  د صادراتو اندازه  یو میلیون اوه لکه پنځه ویشت زره  ټنو ته رسیدلی او  دا په داسې حال کې دي چې  په تیر کال کې د صادراتو اندازه یو میلیون یولک پنځه پنځوس زره ټنو ته رسیدلې ده.

هغه زیاته کړې، تیر کال د ولایت سرحدي بازارچو  له لارې  اوه څلویښت زره شپږ سوه شل ټریلرو په وسیله شیان صادر شوي دي ،البته سږکال په هغه روڼتیا سره چې  په سرحدي بازارچو کې لیدل کیږي، تر دې دمه  پنځه ا ویا زره نهه  سوه ټریلرو او د دوه دیرش زره  پک اپو  په وسیله  شیان  صادر شوي دي ، چې  دصادراتو د اوڅاره زیاتیدا ښودنه کوي.

 د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت تجارت،د ریمدان ،پشین، کهک، جالق او دغه راز ځينو نورو سرحدي سیمو له لارې ترسره  کیږي.

 

ټیګونه