دوښمانان له پیاوړي او خپلواکه ایران سره مخالف دي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک قومندان برید جنرال حمید واحدي وویل دوښمانان له خپلواکه او پیاوړي ایران سره مخالف دي او د ایران د ملت پرمختګ نشي زغملی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک قومندان حمید واحدي د خارجي هیوادونو له پوځي اتاشیانو سره په کتنه کښې چې د ایران د پوځ د هوايي ځواک د ورځې په مناسبت وشوه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ هوايي ځواک له ځايي پوهې او توان څخه په ګټه پورته کولو سره د ډول ډول جنګي او د روزنې د الوتکو په طراحۍ کولو او جوړولو سره د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
امیر واحدي د ایران پرضد د امریکا او د اروپايي هیوادونو ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د استکباري حکومتونو د زړې دوښمنۍ اصلي جرړه د نړۍ له مظلومانو څخه د ملاتړ کولو، له ظلم سره د مبارزې کولو او د عدالت محوره او د حق غوښتنې ماهیت دی.
د ایران د پوځ د هوايي ځواک قومندان برید جنرال حمید واحدي وویل په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د ماتي ډومینو او په افغانستان د لښکر لیږد ترخه تجربې او د واشنګټن له پروګرام پرته او غیر مسوولانه وتلو د ایران د اسلامي جمهوریت حقانیت ثابت کړ او هغه دا چې په سیمه کښې د پردیو ځواکونو شتون به له ورانیو او بې ثباتۍ پرته بل هیڅ نتیجه ونلري.
هغه ټینګار وکړ د ایران وسله وال ځواکونه د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه دی خو د هر ډول تیري په وړاندې به سخت او پریکنده مقاومت وکړي.