ایران خبرې د خبرو لپاره نشي زغملی
(last modified Thu, 09 Feb 2023 23:58:25 GMT )
Feb 10, 2023 04:28 Asia/Kabul
  • ایران خبرې د خبرو لپاره نشي زغملی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: تر هغه وخته چې خبرې د عملي او د ملموسو هدفونو د تحقق لپاره په اجنډا کښې وي د ډيپلوماسۍ په لاره به روان وو او خبرې د خبرو لپاره نه کوو.

هغه پرون د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په درشل کښې د اسلامي ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په تهران کښې د دیره خارجي هیوادونو د سفیرانو او استازیو او موسسو د استازیو په پرون ورځې کتنې کښې د بایکاټونو د ختمیدا د خبرو اترو په هکله وویل ایران ډيپلوماسۍ او خبرو ته جدي توجه کوي او په دې زمینه کښې مو د امریکا د سپینې ماڼۍ چارواکو ته په صراحت سره ویلي دي چې واشنګټن باید د رسنیو د متعارضو څرګندونو او د موافقې د نهايي ګام ته د رسیدا لپاره له ډيپلوماټیک چینل څخه د رسمي پیغامونو ترمینځ یو شی انتخاب کړي.

حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه په دې لاره کښې به د دوه ګوڼه او د ریاکارانه سیاستونو تعقیبول اغیزشیندونکي نه وي او د ایران ستر ملت په ښه ډول پوهیږي که چیرې مقابل لوري په حقیقي ارادې او نیت او له حقیقت څخه په ډکې کتنې سره اټومي موافقې ته بیرته ستنیدل غواړي نو  د ایران اسلامي جمهوریت په عزتمند ، قوي او پایداره ډول د خبرو اترو او د ډیپلوماسۍ د بهیر ملاتړ کوي.

 

ټیګونه