کراچۍ کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب جشن ولمانځل شو
د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د ایران د کنسولګرۍ له خوا د اسلامي انقلاب د بریالیتوب جشن ولمانځل شو
د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د څلورڅلویښتمې کلیزې د جشن پرتمینې دستورې تیره شپه په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ کښې، د پاکستان د جګ پوړې صوبايي چارواکو او د دغه هیواد د یوشمیر شخصیتونو په شتون سره ترسره شوې.
په دغو دستورو کښې د سند صوبې وزیراعلی سید مراد علي شاه او د دغې صوبې مشر محمد کامرات تیسوري د ځینو نورو پاکستاني شصخیتونو ترڅنګ، په کراچۍ کښې د ایران سرکنسول حسن نوریان ته د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې مبارکي ورکړه.
هم داشان د سند د صوبايي اسمبلۍ مرستیال مشر، د دغې صوبې د استوګنې د چارو وزیر ا په کراچۍ کښې یوشمیر شیعه او سني شخصیتونه له هغو نه د پاکستان د سوداګرۍ خونو د فیډریشن غړي او مسئولان د دغه شاندار جشن ځیني نور میلمانه وو.
په کراچۍ کښې د دیره ځینو نورو هیوادونو کنسولرانو هم په دغه جشن کښې په ګډون سره، د ایران حکومت او ولس ته د اسلامي جمهوریت د ورځې مبارکي ورکړه.