د ایران ستر ملت مړه دې امریکا او مړ دې اسرائیل شعارونه ورکړل
(last modified Sat, 11 Feb 2023 07:59:43 GMT )
Feb 11, 2023 12:29 Asia/Kabul
  • د ایران ستر ملت مړه دې امریکا او مړ دې اسرائیل شعارونه ورکړل

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران خلکو د سلواغې د دوه ویشتمې نیټې په لاریونونو کښې مړه دې امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونه ورکړل چې د دوې د استکبار ضد غږونه د نړۍ د خلکو غوږونو ته ورسیږي.

د اسلامي ایران خلکو په اته دیرش زره کلیو او څوارلس سوه ښارونو کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په مناسبت د  پرتمینه لاریونو په ترسره کولو سره مړه دې امریکا او مړ دې اسرائیل شعارونه ورکړل او ددغو دوو جنایتکارو رژیمونو بیرغونه یې وسوځول.

د روان کال په لاریونونو کښې نور شعارونه مرګ برضد ولایت فقیه ، مرګ بر انګلیس ، این همه لشکر امده به عشق رهبر امده ، ای رهبر ازاده اماده ایم اماده وو.

د ایران خلکو دغه راز په نن ورځې لاریونونو کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم تابوتونه هم له ځانونو سره وړل.

د ایران خلکو په نن ورځې سترو لاریونونو کښې د خپل هیواد درې رنګه بیرغونه ، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک بیرغ ، د فلسطین بیرغ د لبنان د حزب الله غورځنګ بیرغ او د مقاومت د نورو ډلو بیرغونه وړل او دوې د مقاومت له چورلیز څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړ.

 

ټیګونه