افغانستان سره د ایران اړیکي د تېر په پرتله دوه برابره زیاتې شوي
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وایي، د تېر په پرتله د افغانستان سره د ایران اړیکې دوه برابره زیاتې شوي او زیاتوي چې هېواد یې ژمن دی، ترڅو د طالبانو حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.

نوموړي چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۴مې کالیزې په مناسبت یې کابل کې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، د ایران په بهرني سیاست کې افغانستان یو اهمیت لرونکی او د ځآنګړي ځآی درلودونکی هېواد یاد کړ.
په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي بیا له ګاونډيو هېوادونو څخه د ترهګرو د ځپلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.