د اسیا په بیلابیلو سیمو کښې د سباوون د لسیزې د مراسمو ترسره کیدل:-
(last modified Sun, 12 Feb 2023 10:34:35 GMT )
Feb 12, 2023 15:04 Asia/Kabul
  • د اسیا په بیلابیلو سیمو کښې د سباوون د لسیزې د مراسمو ترسره کیدل:-

د ایران د اسلامي انقلاب د پرتمینه بریالیتوب کلیزه په بیلابیلو هیوادونو ، سیمو او ښارونو کښې په ټول پرتم سره ولمانځل شوه.

د کشمیر د کرګیل سیمې په زرګونو خلکو په واټونو کښې په لاریون سره د ایران د اسلامي انقلاب د جشن د لمانځلو په ترڅ کښې ایډیالونو ته تر رسیدا پورې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه او د اسلامي انقلاب د شهیدانو د لارې په دوام ټینګار وکړ.

هغوې د تیرو کلونو په شان روان کال هم د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب څلورڅلویښتمه کلیزې په مناسبت پرتمینه جشن جوړ کړ.

د «دهه فجر» یعني د سباوون د لسیزې په نوم د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب کلیزه هر کال د فرورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر یولسمې نیټې پورې ترسره کیږي.

د ډیرو  هیوادونو مسلمانان د ایران له خلکو سره په یووخت د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې او د سباوون د لسیزې مراسم ترسره کوي.

د ایران خلکو په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې د راحل امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ د باچا او د پهلوي سلطنتي کورنۍ په  نسکورولو سره عملا په ایران کښې د امریکا سیاسي نفوذ پاې ته ورسوه.

دغه ستره او تاریخي پیښه د نړۍ د ټولو ازادي غواړو لپاره یوه بیلګه ده چې له نړیوال استکبار سره بې امانه مبارزې ته ورننوتلي دي.

له دې کبله د کشمیر خلکو هم د ایران د اسلامي انقلاب د وخت د سرودونو په ویلو سره د لاریونونو په ترسره کولو سره د نړۍ خورې امریکا په مقابل کښې د ایران د خلکو د مقاومت او له استکبار سره د مبارزې کولو ستاینه وکړه.

د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند «محسن رويي صفت» په دې هکله وايي: د کشمیر په شمول د هند د براعظمګي خلکو تل د ایران له اسلامي انقلاب سره ځانګړي مینه لرلي ده او هغه په بیلابیلو سیاسي مسائیلو او حتی په مذهبي چارو کښې خپل ملاتړی ګڼي او د هند براعظمګي ځوانان د ایران د اسلامي انقلاب په پیروۍ  کولو سره له استکبار سره د مبارزې د دوام په لاره کښې ډیر رښتیوني او ثابت قدمه دي.»

په هند براعظمګي سربیره په ختیځې او جنوب ختیځې اسیا کښې هم د ایران د اسلامي انقلاب مینه والو د بیلابیلو دستورو په ترسره کولو سره په ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت جشنونه ترسره کړل.

د روان کال مراسم د مالیزیا په پلازمینې کوالالامپور کښې د دیره ایرانیانو او دغه راز د خارجي سفیرانو او د ډيپلوماټانو او د خصوصي برخو د استازیو او د شرکتونو د مشرانو او د مذهبي، کلتوري او د پوهنتون د استادانو او شخصیتونو او د اوه نوي(۹۷)  کلن سیاستوال او د هیواد پخواني لومړي وزیر ډاکټر ماهاتیر محمد په شمول د مالیزیا د لوړرتبه چارواکو په بې مخینې ګډون سره ترسره شول.

د مالیزیا پخواني لومړي وزیر ډاکټر ماهاتیر محمد په خپل هیواد کښې زمونږ له خبریال سره په  ځانګړي مرکې کښې وویل زمونږ سترګې ایران ته دي چې د اسلامي ، پتیالي او د خپلواکه هیواد په توګه په خپلو پښو ولاړ دی چې له ټولو ظالمانه بایکاټونو سره سره د پرمختګ په حال کښې دی.»

په عین حال کښې او د مالیزیا د ولسي جرګې د مشر «جوهري عبدل» په وینا د نړۍ د ډیرو خلکو او د مسلمانانو سیاسي نظرونه د ایران له اسلامي انقلاب څخه په اغیزمنلو سره بدل شوي دي.

«جوهري عبدل »وویل دنیا په ښه ډول متوجه شوي ده چې یو اسلامي هیواد(ایران) څرنګه توانیدلی دی په خدای باندې توکل کولو او په ځان باندې تکیې کولو سره د پرمختګ په لاره لاړ شي او د سترو متخصصانو او د ساینس پوهانو په روزلو او پرورش سره په یوه بره قدرت بدل شي.»

دغه نظرونه د اسلامي نړۍ په کارپيژاندو کښې هم په ښکاره ډول شته او هغوې تل د ایران د  اسلامي انقلاب په درنښت کولو سره هغه له ترهګرۍ سره په مقابلې کولو کښې د نړۍ د ازادي غواړو د تکیې او د هیلې ټکی ګڼي.

د مالیزیا اسلام پيژاند پروفیسر «عثمان بکر» هم په دې هکله باوري دی: اسلامي ایران د انقلاب نتیجې ته په رسولو سره ثابته کړه هیڅ قدرت ته نه تسلیمیږي او په مینځني ختیځ سیمه په تیره بیا په خپلو ګاونډیو کښې  په ښه او وړ مشر لرلو سره د احترام وړ مقام ته رسیدلی دی».

په تیرو څه د پاسه څلویښتو کلونو کښې د نړۍ په خلکو باندې د ایران د اسلامي انقلاب د اغیر څیړل د عبدالطیف نظري په نظر سره راغونډیږي.

د سیاسي مسائیلو دغه کارپيژاند وايي: له استکبار سره د ډیرو مبارزو او د انقلابونو بریالیتوب د ایران له اسلامي انقلاب څخه اغیزمن دی او هغه څه  چې په تیرو څه د پاسه څلویښتو کلونو کښې د قران او د دین له دوښمانانو سره په مقابلې او د دوې خاورو او  ټاټوبو ته په تمه لرلو کښې د افغانستان د سوریې د  یمن او د لبنان د خلکو د بریالیتوب سبب شوي دي د ایران د اسلامي جمهوریت هراړخیزه ملاتړ او دغه له برکت څخه له ډک انقلاب او د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه څخه د سوچه اسلامي تعلیماتو څخه د ځوانانو د بیلګې اخیستل دي».  

 

ټیګونه