د دښمنانو سپین سترګي توب ته به ماتوونکی ځواب ورکول شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128154-د_دښمنانو_سپین_سترګي_توب_ته_به_ماتوونکی_ځواب_ورکول_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي دفاع قومندان وویل: داسي استراتیژي مو غوره کړي چي له مخې یې کولایشو د هر ډول ګواښ په وړاندې ودریږو او د سپین سترګي توب په صورت کې به دښمن له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شي.
(last modified 2023-02-18T02:48:52+00:00 )
Feb 17, 2023 14:17 Asia/Kabul
  • د دښمنانو  سپین سترګي توب ته به ماتوونکی ځواب ورکول شي

د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي دفاع قومندان وویل: داسي استراتیژي مو غوره کړي چي له مخې یې کولایشو د هر ډول ګواښ په وړاندې ودریږو او د سپین سترګي توب په صورت کې به دښمن له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي نظریه د ولس په مقاومت او ځایي توانمنیو باندې ولاړه ده او د سپېڅلي دفاع را په دې خوا اسلامي جمهوریت په ځایي توانمنیو باندې په تکیې سره، خپلې دفاعي وړتیاوې تامین کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي دفاع قومندان علیرضا صباحي فرد د ایران په جنوب ختیځ کې د هوایي دفاع په سیمه کې وویل: په ټوله ټاټوبې کې د ارامښت ټینګېدا د وسله والو ځواکونو ماموریت دی او مونږ د ورځنۍ ارزونې او د دښمنانو د پېژندلو پر بنیاد، داسي یوه استراتیژي مو غوره کړې ده چي له مخې یې د هر ډول ګواښ په وړاندې درېدلایشو او دښمن ته د تېروتنې په صورت کې به ماتوونکی ځواب ورکړو.

امیر صباحي فرد یادونه وکړه چي د ایران د فوځ هوایي ځواکونو دفاعي څانګې په بشپړه توګه چمتووالې لري او دښمنان په دې مسالې باندې خبر دي او همدغه چمتووالې سبب شوې چي دښمن د هیڅ ډول تیروتنې جرات پیدا نه کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د وزیرانو او د دفاعي چارواکو په غونډه کې د دفاعي وړتیاو پیاوړې کېدا د ایران د اسلامي جمهوریت مشروع حق وباله.

هغوی ټینګار وکړ: په داسي یوه نړۍ کې چي زور ویونکي قدرتونه چي له اخلاق، وجدان او انسانیت څخه بې برخه دي واکمن دي او په نورو هیوادونو له یرغل او د بې ګناه انسانانو له وژلې هیڅ وېره نه لري، د دفاعي صنعت وده یوه طبیعي خبره ده ځکه تر کومه چي دغه سلطه غواړې ځواکونه د ایران د اقتدار خوند نه وڅکي، امنیت به تامین نه شي.