دوښمانان به زر د ایران ملت ته په ګونډو شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: دوښمانان به زر د ایران د ملت د استقامت د قدرت او د عظمت په وړاندې تسلیم شي.
هغه نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په لاریونونو کښې د خلکو د پرتمینه ګډون د عکس په خپرولو او د جرمني میونیخ امنیتي کانفرنس کښې د ګډون لپاره د ایران نه وربللو او دغه کانفرنس ته د معلومو عناصرو وربللو ته په اشارې سره ولیکل هغه هیوادونه چې څلورڅلویښت کاله کیږي چې له هیواد، له اسلامي انقلاب او له خپل مشر څخه په ملاتړ کولو کښې د ایران د اکثرو خلکو په بې ساري شتون سترګې پټوي او په څو بې هویت ګوډاګیانو پسې ځي نه په ډیموکراسۍ باندې اعتماد لري او نه هغوې انقلاب او نه د ایران ملت پیژندي.
هغه د ایران د ملت دوښمانانو ته په خطاب کښې وویل تاسو به زر د ایران د ملت د عظمت د قدرت او د استقامت په وړاندې په ګونډو شئ.