د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په پیغام سره، د سپاهیانو د غونډې پیلېدا
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مسئولینو غونډه د شکر او ژمنې تر عنوان لاندې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای په پیغام سره، پیل شوه.
دغه غونډه له نن سهار څخه د سپاه پاسداران د ځواکونو د لوي قومندانی په درستیزولی کې پیله شوې ده. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پیغام د سپاه پاسداران د لوی قومندان جنرال حسین سلامي له خوا وړاندې شو.
د سپاه نیوز له راپور سره سم، د معظم رهبر په اعلامیه کې راغلې: د اسلامي انقلاب په دغو ساتونکو درود استوم، د اسلامي انقلاب د مضبوطیا په لړ کې د سپاه د راتلونکو پلاونونو لپاره د دغه غونډې څخه هرکلی کوو او دغه غونډه به انشاالله د خیر او برکت لامل شي.
هغوی په دوام کې فرمایلي: له سپاه څخه د اسلامي انقلاب په لاره کې د ځوانانو د روزلو او جذبولو تمه کیږي، سپاه باید د اسلامي انقلاب د ساتنې لپاره، په معنوي، انقلابي او فوځي ډګرونو کې خپله وړتیا زیاته کړي او په دې لړ کې له مخې نه زیاته هڅه وکړي.