Mar 05, 2023 15:22 Asia/Kabul
  • د اټومي مسائیلو په هکله له ایران سره په خبرو کښې په پام وړ پرمختګ د رافائیل ګروسي ټینګار:-

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي په تیرې شنبې شپې له تهران څخه ستنیدا وروسته د ویانا په هوايي ډګر کښې وویل له ایران سره مو مواقفه کړي ده چې اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ځایونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي.

هغه وویل له ایران سره به زر فني غونډې ترسره شي او په ایران کښې د څارنې ځینې تجهیزات زر لګول کیږي.

رافائل ګروسي وویل زه باوري یم د ایران له حکومت سره زما د خبرو اترو له نظره یو د پام وړ پرمختګ ثبت شوی دی. فکر کوم چې زما خبرې واوریدل شوې او هیله من یم چې زر یې پایلې ووینم. وبه یې وینم».

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي په تیرې جمعې ورځ د یوه پلاوي په مشر تهران ته راغلی و.

هغه د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې له مشر محمد اسلامي سره د خبرو اترو دوه پړاونه ترسره کړل او وروسته یې په یوه خبري کانفرنس کښې ګډون وکړ او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

رافائل ګروسي دغه راز د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره هم کتنې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي سره په کتنه کښې په تر ټولو لنډې مودې کښې د سیف ګارډ د موضوعګانو د فني حل لپاره د ایران جدي ارادې ته اشاره وکړه او د اټومي اژانس مشر  ګروسي هم له فني لارې د بحثونو د حل لپاره د دغه اژانس په چمتووالي ټینګار وکړ.

د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي په ټویټر پاڼه کښې ولیکل: د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په کتنه کښې د ملګرتیاو د لارې د هوارولو لپاره د اقداماتو په اړه د ایران د اټومي انرژۍ ادارې سره د ګډې اجنډې په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه.

د ایران ولسمشر رئیسي هم ملګرتیاوې دوه طرفه چاره وبلله چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د خپلواکۍ د ساتلو او د ایران د ملت د حقوقو د احقاق پراساس دوام موندلای شي.

ایران ته د رافائل ګروسي مثبت سفر او له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د تعامل په مقابل کښې د تهران مثبت او رغنده کړچار او د دواړو لورو ترمینځ د فني مسائیل حل کول له یوې خوا د خپل اټومي پروګرام د شفاف کولو په زمینه کښې د ایران د ښه نیت بله نښه او له بلې خوا د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د امریکا په تیره بیا د اروپا د دریو هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمني په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو د مغرضانه ادعاګانو او د تبلیغاتو د شنډولو لپاره یو ګام ګڼل کیږي.

تهران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر ګروسي د دوه ورځني سفر او د ایران له لوړرتبه چارواکو سره د کتنو او د خبرو په پاې کښې د ایران د اټومي انرژۍ ادارې او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ملګرتیاو ګډه بیانیه خپره کړه.

هغه مهم ټکي چې په دغه بیانیې کښې ورته اشاره شوي ده دا دي چې د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترمینځ تعاملات به د سیف ګارډ د  جامعو موافقو پراساس د ایران د اسلامي جمهوریت د ژمنو او حقوقو او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د صلاحیتونو په کامل ډول رعایتولو او د ملګرتیا په روحیې سره ومنل شي.

دغه راز دریو ځایونو ته اړونده د  پاتې سیف ګارډ مسائیلو په هکله ایران په  پاتې سیف ګارډ مسائیلو باندې د غور لپاره ډيرې لاسرسۍ او د اطلاعاتو وړاندې کولو او د ملګرتیا د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

په دغه بیانیې کښې دغه راز ډاګینه شوي ده ایران په خپله خوښه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته اجازه ورکوي که چیرې ضرورت وي نو د حقیقت د معلومونې فعالیتونه او  زیاته څارنه ترسره کړي.

د دغه چارې د اجرا په رودې به په یوې فني غونډې کښې چې زر په تهران کښې ترسره کیږي د دواړو لورو لخوا موافقه وشي.

له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د تعامل په لړ کښې د ایران مثبت او مهم ګام تر زیاته حده کولای شي د لویدیځو هیوادونو رواني جنګ او تبلیغات شنډ کړي کوم  چې څو ورځې کیږي د ایران په ځینو سنټري فیوژونو کښې د څلور اتیا فیصدو په سویه د پخو شویو  یورانیمو د ذرو د موندل کیدا په جنجال سره د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران د هڅې ادعا کوي .

په اساسي توګه ایران تل د خپل اټومي پروګرام په شفافیت ټینګار کړی او یو شمیر ګامونه یې هم چې په خپلو اټومي مرکزونو کښې د نویو سنټري فیوژونو د لګولو او د یورانیمو د پخولو د سویو د لوړولو په شمول یې د خپلو اټومي ژمنو د کمولو لپاره ترسره کړي دي د دوه زره اتلسم میلادي کال په مي میاشت کښې له اټومي تړون څخه د امریکا وتلو او له یو کال ځنډ وروسته د سپینې ماڼۍ  د زیات دباو په چوکاټ کښې د واشنګټن د یواړخیزه بایکاټونو د منفي اغیزونو د کمولو په زمینه کښې د اروپا د دریو هیوادونو د ژمنو ماتولو ته یو غبرګون دی.

په دې سربیره ایران تل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس لخوا د اعلان شویو احتمالي تورونو په روښانه کیدا ټینګار کړی دی.

د دغه چارې بیلګه د ایران له لوړرتبه چارواکو سره په کتنې او تهران ته له سفره ستنیدا وروسته په دې زمینه کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مثبت دریځ دی.

 

ټیګونه