Mar 10, 2023 03:25 Asia/Kabul
  • لویدیځو هیوادونو اټومي ایران منلی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې لویدیځو هیوادونو نن سبا ایران د یوه اټومي هیواد په توګه منلی دی ټینګار وکړ له ایران سره په مخامخ کیدا کښې د اروپايي هیوادونو یوازنی انتخاب ډيپلوماسۍ ده.

هغه پرون وویل د علمي او د ټیکنالوژۍ د قدرت په څنګ کښې اقتصادي قدرت ته رسیدل د کلمې په حقیقي معنا د خپلواکۍ تحقق ته ضرورت لري.

محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د ایران له اسلامي انقلاب مخکې تر نن ورځې پورې هیڅکله دښمانان حاضر نه وو چې تهران د اټومي سونګو څرخه ولري خو نن یې دغه موضوع منلي ده وویل د دښمانانو تر ټولو مهم هدف اقتصادي بایکاټ نه دی بلکې اصلي هدف یې د ارادو ماتول دي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي دې ته په اشارې سره چې استکبار پوهیږي چې د تهران په وړاندې له ډيپلوماسۍ پرته بله لاره نلري او ایران یې د یوه اټومي هیواد په توګه منلی دی وویل که چیرې د ایران په داخل کښې اټومي ټیکنالوژۍ نه وائ نن سبا به مو  د اټومي ناروغانو د درملنې لپاره هیڅ کار نشو ترسره کولای ځکه چې د اټومي ټیکنالوژۍ لومړۍ کرښه د درملنې او د سلامتیا په برخه کښې ده.

 

ټیګونه