د ایران او د عربستان په اړیکو کښې د اوه کلن بندون پاې ته رسیدل:-
د ایران اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان له اوه کاله بندون وروسته د چین په مینځګړیتوب سره د اړیکو د له سره پیلیدا په هکله موافقه وکړه.
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني او د هغه سعودي همڅنګ مساعد بن محمد الغبیان په چین کښې په یوې غونډې کښې د تهران او د ریاض د اړیکو د له سره پیلیدا بیانیه لاسلیک کړه.
ایران او سعودي عربستان موافقه وکړه چې په کابو دوو میاشتو کښې د سفیرانو د تبادلې او د سفارتونو د بیرته پرانیستل کیدا اجرايي زمینې او دغه راز د اړیکو د له سره پیلیدا لپاره د نورو چارو زمینې برابرې کړي.
د ایران او د عربستان اړیکې له دوه زره شپاړسم میلادي کال څخه غوڅې شوي وې.
د دغو اړیکو د غوڅولو لپاره د سعودي عربستان پلمه په تهران او د مشهد کښې د عربستان په سفارت او کنسولګرۍ باندې حملې وې، داسې اقدامات چې د ایران اسلامي جمهوریت هغه غندلي وو.
د ایران پرضد د سعودي عربستان د اقدام اصلي علت په هغه وخت کښې د ریاض د بهرني سیاست کړچار و.
له دوه زره پینځلسم میلادي کال څخه تر دوه زره یویشتم میلادي کال پورې د سعودي عربستان بهرني سیاست یرغلیز کړچار درلود.
دغه یرغلیز کړچار په دغو کلونو کښې په ځانګړي توګه د ایران د اسلامي جمهوریت او د تهران د متحدانو پرضد تعقیبیده او حتی سعودي عربستان د ایران پرضد د امریکا د زیات دباو د سیاست مهمه برخه و.
له دوه زره یویشتم میلادي کال څخه د ایران او د عربستان د اړیکو د احیا لپاره مهم ګامونه واخیستل شول او د عراق پخواني حکومت هڅه وکړه چې د تهران او د ریاض ترمینځ مینځګړیتوب او جوړه وکړي.
د ایران او د عربستان د استازیو ترمینځ د خبرو اترو پینځه پړاونه په بغداد کښې وشول او د دواړو هیوادونو چارواکو په ښکاره د اړیکو د له سره ټینګیدا په ضرورت ټینګار وکړ او نهایتا د چین په مینځګړیتوب سره ایران او عربستان په پیکینګ کښې د اړیکو د له سره ټینګیدا بیانیه لاسلیک کړه.
د ایران او د عربستان د اړیکو له سره ټینګیدا له څو اړخونو څخه د امریکا او د اسرائیلو ماتي ده.
له یوې خوا دغه مهمه موضوع په پیکینګ کښې او د چین په مینځګړیتوب سره محققه شوه او چین حاضردمه په نړیوال نظام کښې د امریکا تر ټولو مهم سیال دی.
له بلې خوا دغه موافقه د ایران او د عربستان ترمینځ د اختلاف او درز د رامینځته کولو لپاره د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د هڅو د ماتي په معنا ده.
په عین حال کښې دغه موافقه په تیره بیا لویدیځې اسیا سیمې کښې له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو لپاره د امریکا او د اسرائیلو د هڅې سټراټيژیکه ماتي ګڼل کیږي.
بله مهمه موضوع دا چې د اړیکو د له سره ټینګولو لپاره به د ایران او د عربستان موافقه په لویدیځې اسیا سیمې هم رغنده اغیزونه واچوي.
په همدې خاطر د ایران او د عربستان موافقې په نړیواله سویه پراخ انعکاس لرلی او د سیمې بیلابیلو هیوادونو یې پراخ هرکلی هم کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په ټویټر پیغام کښې وویل د عربستان او د ایران ترمینځ د طبیعي اړیکو ټینګیدل تهران او ریاض او سیمې او اسلامي نړۍ ته ستر ظرفیتونه په اختیار کښې ورکوي.
د نړیوالو مسائیلو کارپیژاند حسین بهشتي پور باوري دی ایران او عربستان دواړه د سیمې ستر قدرتونه دي کوم چې په عین حال کښې کولای شي له یوبل سره ملګرتیا وکړي او هم د دې جوګه دي د خپلو ملي ګټو په وسیله په بیان شوي سیاسي او امنیتي حوزې کښې رغنده سیالۍ وکړي.
له همدې کبله د دوو لوبغاړو د اړیکو ښه کیدا د تاوتریخوالي له کمیدا او په سیمې په تیره بیا یمن کښې د سولې او د ثبات له ټینګیدا سره مرسته کوي.
بل مهم ټکی دا دی د ایران او د سعودي عربستان د اړیکو احیا کیدل د ایران د دیارلسم حکومت د ګاونډیتوب سیاست ښکاره کړ.
د ایران دیارلسم حکومت د ګاونډیتوب د سیاست په چوکاټ کښې د سیمې له هیوادونو او ګاونډیانو سره د اړیکو په پراخولو ټینګار لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې هکله وویل د دیارلسم حکومت د بهرني سیاست د کلیدې چورلیز په توګه د ښه ګاونډیتوب سیاست په قوت سره په سمه لاره روان دی او د ایران خارجه وزارت په فعال ډول په سیمه کښې د ډیرو ګامونو د سریزو برابرولو ته دوام ورکوي.