لویدیځ په یوکرین کښې د جنګ د اوږدولو په تکل کښې دی
د ایران دفاع وزیر وویل: امریکا او ځیني لویدیځ هیوادونه د یوکرین د پوځي ملاتړ په دوام او ورته د وسلو په لیږلو سره د جنګ د اوږدولو په لټه کښې دي.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران دفاع وزیر محمد رضا آشتیاني د بیلاروس جمهوریت له دفاع وزیر ویکټر خرنین سره په کتنه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې بیلاروس د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې یو ځانګړی مقام لري، وویل: دا موضوع د دفاعي او پوځي ډګر په شمول په ټولو برخو کښې د خپل مینځي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته د ایران د لیوالتیا نښه ده.
د ایران دفاع وزیر هم داشان وویل: د شنګهايي د غونډې، د اورآسیا د اقتصادي اتحادیې او د ملګرو ملتو په شمول په مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو کښې د ایران او سپينې روسیې ملګرتیاوې او تعاملات په زیاتیدو دي.
هغه تهران ته د سپينې روسیې د ولسمشر وروستي سفر ته په اشارې او د سټراټیجکې سویې د دوه اړخیزو اړیکو او ملګرتیا په لوړتیا باندې په ټینګار سره زیاته کړه: دا تعاملات د اړیکو راتلونکی لرلید لا روښانه کوي.
د ایران دفاع وزیر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو مداخله غواړو او یواړخیزو پالو سټراټیجیو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دا مسایل د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د نښتو او ناامنۍ پر زیاتولو سربیره، په یوې غلطې رویې او دود بدل شوي دي.
د ایران دفاع وزیر ټینګار وکړ: امریکا او ځیني لویدیځ هیوادونه د یوکرین په پوځي ملاتړ او ورته د وسلو د لیږلو په دوام سره، د جنګ د اوږدولو په تکل کښې دي.
په دغې کتنې کښې د سپینې روسیې دفاع وزیر هم په دې خبرې سره چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د بلاروس اړیکې ارزښتناکې دي، وویل: د ایران او بیلاروس سفارتي اړیکې له ۳۰ کالو ډیرې لرغونې دي او په دې موده کښې توانیدلي یوو چې ښه ملګرتیا ولرو.