د مقاومت ملاتړ ته دوام ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132892-د_مقاومت_ملاتړ_ته_دوام_ورکوو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان، د فلسطین مقاومت ډلو ته په یوه پیغام کې ټینګار وکړ: له مقاومت څخه د ایران داسلامي جمهوریت ملاتړ به دوام ولري.
(last modified 2023-05-14T22:29:26+00:00 )
May 15, 2023 02:57 Asia/Kabul
  • د مقاومت ملاتړ ته دوام ورکوو

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان، د فلسطین مقاومت ډلو ته په یوه پیغام کې ټینګار وکړ: له مقاومت څخه د ایران داسلامي جمهوریت ملاتړ به دوام ولري.

د ایران د پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان جنرال اسماعیل قاآني، د فلسطین د مقاومت ډلو ته په یو پیغام کې اعلان وکړ: تاسو د جنګ په تاریخ کې یوه نوې حماسه رامنځته کړه او یو ځل مو ثابت کړ چې تاسو کولای شئ د دښمن تسلط مات کړئ.

د دې پیغام په دوام کې راغلي: په خپلو همکارۍ او یووالي سره مو وکولای شول چې خپلو پخوانیو بریاوو ته یوه بله بریا ور اضافه کړئ، دا بریاوې د وروستۍ بریا په لور ثابت قدمونه دي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان په پیغام کې د فلسطین له مقاومتي ډلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په دوام باندې ټینګار شوی او راغلي: ایران به د فلسطین له ولس او مقاومت څخه ملاتړ او د مقاومت محور پیاوړتیا ته دوام ورکړي، ترڅو صهیونیستي رژیم د فلسطین له خاورې څخه وشړل شي.