په وروستیو بلواؤ کې دښمن تر ټولو لویه تاریخی ماته خوړلې ده
(last modified Fri, 19 May 2023 01:55:04 GMT )
May 19, 2023 06:25 Asia/Kabul
  • په وروستیو بلواؤ کې دښمن تر ټولو لویه تاریخی ماته خوړلې ده

سردار سلامی د سردار قاسم سلیماني  له شهادته وروسته  امریکایانو ته دایران  لومړنۍ سختې څپيړې ته په اشارې سره  ووئیل، امریکایان  دوهمه څپيړه هم چې   له سیمې د دوي سوکه سوکه وتلو پرته  بل څه نه دي ،ترلاسه کوي ،البته  نهائي او درنده څپیړه  تر اوسه پورې پاتې ده.

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان په وروستیو بلواؤ ا و اړئ ګړئ کې  ددښمن  ناکامي تر ټولو لویه تاریخي ماته بللې او وئيلي ئې دي ، دښمن  په وروستیو بلواؤ کې  د ایران داسلامی نظام او ملت په ضد له ډ يرو هیوادونو او ډلو ټپلو سره  یوځای میدان ته راووت  خو ناامید او ټيټي سرئ پاتې شو.

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړ، داسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو  عمومي قوماندان سردار حسین سلامي  ددې خبرې په کولو سره چې هغه څه چې  دښمنانو د ایران لپاره په فکر کې ساتل ، اوس  د همدوي لپاره  رامینځةکیږي ، ووئیل،  د مثال په توګه اوس صهیوینسټي وحشي رژيم  له  داخلی ډیرو ترینګلتیاؤ او مشکلاتو سره لاس اوګریوان شوی دی .

سردار سلامي  ووئیل ،په دغو شپو ورځو کې  له غزې تړانګې پر اسرائیلیانو د  د باروتو   اور وریږي، خو  صهیونیسټان ددې جوګه نه دي چې  له لاسه ئې کوم کار ترسره شي، او بې وسه دي او امریکا  هم سیمه پریښودلې ده .

هغه د سردار قاسم سلیماني  له شهادته وروسته  امریکایانو ته دایران  لومړنۍ سختې څپيړې ته په اشارې سره  ووئیل، امریکایان  دوهمه څپيړه هم چې   له سیمې د دوي سوکه سوکه وتلو پرته  بل څه نه دي ،ترلاسه کوي ،البته  نهائي او درنده څپیړه  تر اوسه پورې پاتې ده.

د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان د اروپایانو مشکلاتو ته هم اشاره وکړه او زیاته ئې کړه، نن سبا اروپا  له ډول ډول مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره مخ شوې ده ،لکه  چې د فرانسې هیواد  په څير  هیوادونه  حتی پخپلې پلازمینې کې د ګندونو دغونډولو وس هم نه  لري.

 

ټیګونه