د افغانستان په پوله کښې ناامنۍ ته د ایراني پوله ساتو پریکنده غبرګون
د ایران د پولیسو د مشر ځای ناستی د ایران په پوله کې د طالب ځواکونو د ناسنجولی اقدام جزییات تشریح کړل.
د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د ایران د پولیسو د مشر ځای ناستی سردار قاسم رضایی پرون د ایران په پوله کې د طالب ځواکونو د ناسنجولی اقدام په اړه وویل: سهار کابو لس بجې طالب ځواکوو د افغانستان له خاورې څخه نړیوالو قوانینو او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته په بې پامۍ سره، په ډول ډول وسلو د زابل ولایت په سرحدی سیمه کې واقع ساسولی پوستې د ډول ډول وسلو ډزې وکړې چې د ایران د تکړه او میړنو پوله ساتو له غوڅ غبرګونه سره مخامخ شول.
هغه جوته کړه: د طالبانو له لورې له ډزو وروسته، د سرحدی پروټوکولونو په اساس د لومړۍ درجې د پوله ساتی له خوا یرغلګرو ځواکونو ته لازم تذکرات ورکړی شول خو په خواشینۍ سره دغه ډزې او نښتې تر څو ساعتونو روانې وې.
د ایران د پولیسو د قوماندان ځای ناستی وویل: د طالبانو له خوا د سرحدی نښتو په پېلیدو پسې د ایران د پولیسو لوی قوماندان سردار احمد رضا پوله ساتو ته ضروري او پرېکنده اوامر وکړل او تاکید یې وکړه چې په میړانې سره د خپلو پولو دفاع وکړی او هیچا ته پولو ته د نزدې کېدو او تیری اجازه ورنه کړی.
د ویلو ده په دغه امر کې ټینګار شوی چې د اسلامی ایران پوله ساتی ځواکونه هر ډول تیری او حملې ته غوڅ او پریکنده ځواب ورکوی او د افغانستان اوسني واکمنان باید د ناسنجولو او د نړیوالو اصولو د مخالف عمل په وړاندې ځواب ووایی.