د ایران او افغانستان په پولې کې ترینګلتیاوې د استعمارګرودسیسې دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، دایران او افغانستان په پولو کې هرډول نښتې اوترینګلتیاوې د دواړو لورو په تاوان دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،هغه څه چې اوس د ایران دزابل او د افغانسان د نیمروز په پولې کې تیریږي،د استعمارګرو د دسیسې دوام دی .
دایران دسیستان او بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت په پولې او په شاوخوا کلو کې پرون د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتونکو او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې رامینځةشوي چې یو لړ مرګ ژوبلې ئې ه م اړولي دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، دایران او افغانستان په پولو کې هرډول نښتې اوترینګلتیاوې د دواړو لورو په تاوان دي.
زمونږخبریال راپور راکړ، سید رسول موسوي د زابل سرحدي غونډ په حوزې ساسولي سیمې کې د ایران او طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمینځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره چې د هیواد یوشمیر پوله ساتونکو دشهادت او ټپي کیدا سبب شوي لیکلي دي، ددواړو هیوادونو چارواکي او خلک کې هوښیار او ځير ووسي. او دا ترینګلتیاوې هغه څه دي چې داستعمارګرو د دسیسې بوي ترې راځي.