د اردوغان بریالیتوب د ترکیې د ملت د ارزښتمند  اعتماد ددوام  نښه ده
(last modified Sun, 28 May 2023 23:20:57 GMT )
May 29, 2023 03:50 Asia/Kabul
  • د اردوغان بریالیتوب د ترکیې د ملت د ارزښتمند  اعتماد ددوام  نښه ده

د  ترکیې  ولس پرون  د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاؤ کې په اوڅاره ستر   ګډون سره رجب طیب اردوغان ته  په کابو ۵۷ اعشاره شپیتو فیصدو په  رایو ورکولو سره  هغه یو ځل بیا  دشل کلن واک په ساتلو کې بریالی کړ او نړۍ ته ئې وښودله چې  دجمهوریت قدردان دي.   

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د ترکیې  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رجب طیب اردوغان  په بیرته بریالیتوب هغه ته دمبارکۍ په ئيلو سره  دا پر هغه د ترکیې د ملت د  ارزښتمند  اعتماد دد وام اوڅاره نښه وبلله.

ایران پریس خبری آژانس راپور ور کړ، ابراهیم ریئیسي   د ترکیې اوسني ولسمشر ته په انتخاباتو کې په بیا بریالیتوب د مبارکۍ د  پیغام په لیږلو سره ډاډ څرګند کړ، چې   په راتلونکي پړاؤ کې  به د ایران او ترکیې د دوو ملتونو  ګډې ګټې ،متقابل  احترام ، ښه ګانډیتوب ، دیني،کلتوري او تاریخي پیوندونو پر پیاوړتیا د اسلامی ایران او ترکیې   دوستانه اړیکې،  دسیمې او اسلامی نړۍ دبدلونونو په وړاندې ددواړو هیوادونو د لانزدې ملګرتیاؤ پیاوړتیا او د سیمې د پراختیا او د  ثبات او سولې د پیاوړي کولو لپاره  لامناسبت شرائط برابر کړي.

ټیګونه